The news is by your side.

فضا ته د انټرنېټ لپاره ۶۰ سپوږمکۍ فضا ته ورسول شوې

خبریال وېبپاڼه/ سپېس ایکس د سټارلینک ۶۰ سپوږمکۍ د مځکې مدار ته یووړې او په دې ډول یې په فضا کې د انترنیټ لپاره د سپوږمکیو شمېر یوزرو ۷۳۷ ته ورسېد.

سپېس ایکس په فالکن ۹ توغندي وروستۍ ۶۰ سپوږمکۍ ولېږلې.
له توغېدو ۹ دقیقې وروسته د توغندي لومړۍ برخه مځکې ته راوګرځېده.
دغه توغندی، چې مخکې یې هم دوهمه برخه یو ځل فضا ته توغول شوې وه، په فلوریدا کې د کیپ کاناورال له فضايي مرکزه د مځکې مدار ته لاړ.
دا په روان ۲۰۲۱ م کال کې شپاړسم ځل دی چې سپېس ایکس توغندی توغول کېږي.
له بلې خوا دا په ۴ اوونیو کې د سټارلینک سپوږمکیو د لېږلو څلورم عملیات دي.
دا مهال سټارلینک پروژه په ازمېښتي ډول د ځینو سیمو لپاره چټک انترنیټ برابروي.
په پام کې ده چې له دې لارې د نړۍ ټولو سیمو ته، که هغه غر وي یا سمه، چټک انترنیټ برابر شي.
دا چې د انټرنېټ په نړۍ کې دغه بېساری اقدام به په افغانستان کې څومره پر انټرنېتې خدمتونو اغېز وکړي، وروسته به مالومه شي، خو دا مهال په افغانستان کې خلک د انټرنېټ له اړخه سختو ستونزو سره مخ دي.
د هېواد په یو شمېر سیمو کې لا عادي مخابراتي خدمتونه شتون نه لري، د انټرنېټ خدمتونه لا لیرې خبره ده.
د بلې هرې برخې په څېر دلته د ټکنالوژي د پرمختګ او عامېدو د مخنیوي یوازېنی لامل هم جګړه ده او که ودرېږي، افغانستان به په کم وخت کې په مختلفو برخو کې له نړۍ سره سیال شي.

Comments are closed.