The news is by your side.

د ناټو غونډه کې سبا د افغانستان په هکله مهمه پریکړه کیږي

خبریال ویب پاڼه/ تمه ده چې سبا د ناټو دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو غونډه ترسره کیږي او دوی به د افغانستان په هکله پر بیلابیلو مهمو موضوعاتو خبر وکړي او غونډه به ترسره کړي.

د سبانۍ غونډې په هکله یوازي دومره ویل سوي چې د ناټو او دفاع وزیرانو غونډه به چې اجنډا به يې د افغانستان په هکله ورغونډه وي بحث او نظر وړاندې سي.

په یوه مهمه او اړینه مرحله کې د ناټو تړون غونډه چې محور به یې هم افغانستان وي هیله بخښوونکې موارد ښايي ولري راپورونه کاږي چې دا غونډه په انلاین ډول ترسره کیږي.

د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې چې د افغانستان په هکله یې کړې ویلي چې ناټو لاهم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي هغه د خپلې همکاري یو ډول بیان کړ او زیاته یې کړه چې د دوی ملکي متخصصاان به د افغانستان وزارتونو ته مشورې ورکوي او له ځواکونو سره به مالي ملاتړ او مرستې کوي.

تراوسه  پوري د ناټو له ادرسه ویل سوي چې دوی غواړي په کلني ډول سره له افغان ځواکونو سره په مالیاتي برخه کې د میلیونو ډالرو په اندازه مرسته وکړي.

 د سبانۍ غونډې مهوالی همدادی چې یو ځل بیا به افغانستان د نړیوال سټېج د بحث محور وي او د راتلوونکو خطرونو په هکله ښايي بیلابیلي پریکړي وسي که څه هم مالومه نه ده چې ناټو به کوم بحث وکړي خو د افغانستان په  هکله چې هرڅه ویل کیږي بهتره دي.

افغان پوځیان کوم حالت کې دي؟

تراوسه پوري داسې نه ویل کیږي چې ښه یابد حالت خو دومره مالومیږي د مي میاشتي له لومړۍ نېټې راوروسته د افغانستان په هر ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې نښتې روانې دي چې او د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی خو تراوسه افغان ځواکونه توانیدلي چې د طالبانو په وړاندې مقابله وکړي.

افغان دولت ویلي چې ځواکونه يې په یوازي سر کولای سي چې له ځانه هېواده او خلکو ساتنه وکړي او اجازه به ورنکړي چې څوک يې په وړاندې ودریږي تراوسه پوري مالومه نه ده چې د دې وطن راتلوونکی به څنګه وي خو هیلې سته چې هرڅه به سمیږي

Comments are closed.