د جګړې چمتوالی: طالبانو ته جلب و جذب او مرستې ټولول پيل سوي

خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وایي چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په درشل کې طالبان غواړي چې له افغان دولت سره د جګړې لپاره چمتوالی ونیسي او په پاکستان کې د یو شمېر دیني مدرسو پر مټ دې ډلې ته جلب وجذب او مرستې ټولول پیل سوي.

تراوسه پوري پاکستان کې میشت  سیاستوال او مدني فعالین په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو او بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله اندېښنه لري ځکه دوی وایي چې د لته د افغان طالبانو لپاره د مرستې ټلولو او جلب وجذب چاره روانه ده هغوی وایي سمیه ییز طالبان او تحریک طالبان ښايي له افغان طالبانو سره د راتلوونکي جګړو لپاره مرستې وکړي.

ویل سوي چې یو شمېر اسلامپالې ډلې او د دیني عالمانو په نوم کسان چې له طالبانو سره خواخوږي لري د طالبانو له پاره د جنګیالیو په جلبولو بوخت دي او غواړي له دې لارې ورسره مرسته وکړي.

تر ډیره دا تورنه د پاکستان تر ولکې لاندې بلوچستان کې تر سره  سوي  د لته چې د طالبانو د کویټې شورا هم فعاله ده په ښکاره ډول سره د طالبانو په نوم مرستې ټولیږي او د جګړې لپاره يې چمتو کوي.

بلوچستان کې یو پخوانی سیاسي مشر چې نوم يې نه دی اخیستی ویلي همد اوس بلوچستان کې د طالبانو لپاره جلب و جذب او د مرستو لړۍ په ښکاره ډول سره پیل سوې ترڅو د افغان جګړې لپاره طالبان بشپړ چمتوالی ونیسي.

دې کس ویلي څوک چې بلوچستان ته راسي هغه کلي او سیمې ور ښیم چې د دې سیمې دیني عالمان په ښکاره ډول سره د د هغه جنګیالیو جنازو کې ګډون کوي چې د طالبانو په لیکو کې افغانستان کې وژل سوي وي.

تراوسه که څه هم افغان دولت او استخباراتي ادارو په دې هکله څه نه دي ویلي خو رسنیو داسې شواهد ترلاسه کړي چې طالبان د راتلوونکو جګړو لپاره چمتوالی نیسي.

ایا جګړې به وسي؟

طالبان خپلواکه نه دي دوی یوازي د دې لپاره چې که چیري امکان وي نو د جګړې لپاره به چمتوالی ولرو ځکه نو دا چاره ترسره کوو، او داسې فکر کوي چې یوځل بیا به په زور واک ته رسیږي خو داسې نه ده طالبان به یوازي له سیاسي لارې واک ته د رسیدو جوګه وي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More