طالبان د پاکستان پر ځای ښايي نور پر امریکا تکیه وکړي
خبریایل ویب پاڼه/ تاسو پوهیږي چې له تیر څه کم یو نیم را په دې خوا پر هیڅ امریکايي او بیا د دوی د کراماتو په برکت پر هیڅ بهرني سرتیري برید نه دی سوی که څه امریکا د طالبانو له نظره له ټولو هوکړو سرغړونه هم کړې ده.
طالبان او امریکا
له تیر یوه نیم کال را په دې خوا د افغان سولې د خبرو په پلمه امریکا او طالبان خورا نژدې پاتی سول او ورځ تر بلې يې یو پر بل اعتماد ډیر سو، که چیري ټرمپ له ولسمشرۍ څخه نه وای لیري سوی نو اوس به یې طالبان پاخه اندېوالان او د سولې خبرې په امریکا کې کیدلې.
تراوسه پوري د موثقو اطلاعاتو له مخې چې مطبوعاتي سوي طالبانو بسته یو کال افغانستان کې د امریکايي اډو ساتنه وکړه او داسې هم وسول چې طالبانو امریکایانو ته د بلاک واټر دنده هم ترسره کړه.
شکونه ځکه ډیر سول چې پر وروستي تاوتریخوالي امریکا چپه ده، ښايي همدا یې د اړیکو نوی پیل وي امریکا د طالبانو له لوري د ټولو هوکړو په نقض او بشري جنایت سره سره چې اوسمهال يې افغانستان روان کړی چپه خوله پاتي او هیڅ هم نه وايي تر دې وړاندې يې یوازي دومره ویل چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي خو اوس یې هغه خبرې هم پریښي.
د امریکا او طالبانو اړیکو په هکله د خبریال یوه راپور
یوه مهمه موضوع داده چې امریکا به د بلې جګړې لپاره یو ځل بیا په پاکستان کې دمه کوي او بله خبره دا ده چې دا دمه د یوې بلې جګړې د پیل نښه هم ده پر همدې مهال پښتونخوا کې سیاسي څیره افرسیاب خټک هم د امریکا له دې پلانه پرده پورته کړې
دې پښتون وتلي سیاستوال د امریکا او د نوې جګړې په هکله یوه مقاله خپره کړې او پر مهمو موضوعاتوباندې يې بحث کړي د خټک له نظره ښکاري چې امریکا سیمه کې جګړه نه ختموي، او غواړي له طالبانو سره د تازه اړیکو پر مټ ټوله مرکزي اسیا کې جګړې او ستونزې پیدا کړي.
د ده له انده داسې پتېل کیږي په دې موده کې چې امریکا او طالبان د سولې په نوم یو له بل سره نژدې پاتي سول نو یو له بل سره یې اړیکه پیدا کړه.
خټک د خپلې مقالې په دوام ویلي امریکا په دې سیمه کې اقتصادي تحرک نه غواړي او د ځان په وړاندې په ۲۱ پیړۍ کې ستونزې نه پیدا کوي ځکه نو په پاکستان د طالبانو پر مرکزونو او د دوی پر خونړیو جګړو سترګې پټوي.
خټک یوه مهم څه ته چې د طالبانو او امریکا د اړیکو نوی باید ته په اشارې وویل چې په سیمه کې به پراخې ستونزې را پیدا کړي دخټک له تازه مالوماتو څرګندیږي چې امریکا او ای ایس ای په ګډه طالبان نوي کوي او ورته یې نوې دیني مدرسې هم جوړي کړي ترڅو هغوی پکښي و روزل سي.
داسې نور شواهد
د طالبانو قطر دفتر لګښت، د تورو لیست او تروریست د نوم باوجود د طالبانو سفرونه، تاوتریخوالی د چین او روسیې په وړاندې د امریکا مخالفت او داسې نور هغه څه دي چې د طالبانو او امریکا د شناخت لوی ثبوتونه دي.
تراوسه پوري د یوې بلې جګړې او منځنۍ اسیا د حالت د خرابیدلو وړاند وینې هم سته امریکا تر طالبانو مخکې پرداعش پانګونه وکړه خو د طالبانو شتون د لته هغه پروژه ناکامه کړه ځکه نو اوس امریکا مجبوره ده چې د روسیې چین او منځنۍ اسیا لپاره پر طالبانو پانګونه وکړي او دوی د خپلې لارې ملګري کړي، ترڅو د امریکا په مرسته طالبان پیاوړي او خپلو موخو ته ورسیږي تراوسه پوري د طالبانو د فعالیت او جوړښت په هکله نظریه نه ده وړاندې سوې خو ښايي امریکا ورته لوی پلان ولري
Comments are closed.