The news is by your side.

طالبانو فاریاب قیصار ولسوالۍ طالبانو نیولې

خبریال وېبپاڼه/ وسله‌والو طالبانو تېره شپه د فاریاب پر قیصار ولسوالۍ ډله‌ییز برید کړی او لسګونه امنیتي ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې «شفیقې سخا یولچي» ویلي چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو قیصار ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او ولسوالي یې په بشپړه توګه لاس ته لوېدلې ده.

 سخا زیاته کړه چې د دې نښتې له امله تر دې دمه ۱۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي، له ۱۴ زیات ټپیان او او شاوخوا ۱۳ نور په خپله خوښه وسله‌والو ته تسلیم شوي دي.

شفیقې سخا دا هم وویل، چې د دې جګړې له امله د وسله‌والو له لخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ او له سیمې څخه ټولو کورنیو د فاریاب مرکز میمنې ښار ته کوچ کړی دی.

خو بلخوا د فاریاب د ولایتي شورا یو غړی نادر سعیدي وايي، چې وسله‌والو د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ بریدونه کړي او په خبره یې چې د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندان سیف الرحمن دهزاد په ګډون یې ۱۴ امنیتي سرتېري وژلي دي.

سعیدي ویلي، چې ولسوالي کلابنده ده او په وینا چې که سیمې ته تازه‌دمي مرسته‌کوونکي سرتېري ونه رسېږي، پاتې کلابند سرتېري به هم د وسله‌والو لخوا ووژل شي.

د دې حملې په اړه تر اوسه د فاریاب چارواکو او طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تېره ورځ طالبانو د نورستان ولایت دد وو ولسوالیو د سقوط ادعا هم کړې وه، خو حکومت دغه ادعاوې رد کړې.

طالبانو یو ځل بیا جګړو ته زور ورکړی دی او په ګڼو ولسوالیو کې دا مهال شدیدې جګړې روانې دي.

سره له دې چې په دوحه کې د سولې خبرو پیل ته بیا هیلې پيدا شوې دي، خو طالبانو د افغانانو د وار وار غوښتنو سربېره بیا هم تاوتریخوالی نه دی کم کړی او د افغانانو او افغان ځوکونو خلاف یې جګړه روانه ساتلې ده.

دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي او په یو ډول خپل برخلیک تیاره ویني چې د جدي اندېښنې وړ موضوع ده.

Comments are closed.