The news is by your side.

ننګرهار؛ د پاکستانیانو په ګډون ۴۰۰ طالبان وژل شوي

خبریال وېبپاڼه/ د ننګرهار والي ضیالحق امرخېل وایي، په یوازېې تېرو لسو ورځو کې د پاکستانيانو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ طالبان په مخامخ نښتو کې وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د وژل شویو ډېری شمېر جسدونه د سرې مياشتې له لارې پاکستان ته لېږدول شوي او د يو شمېر نورو جسدونه يې ملګرو انتقال کړي دي

 امرخېل وایي، طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو خواخوږو هېوادونو لکه پاکستان په ملاتړ هڅه پيل کړې چې د ډرون الوتکو په وسیله بريدونه وکړي.

 هغه وویل چې تېره ورځ يې په خوږياڼو ولسوالۍ کې مخکې له دې چې په همدې ډرون پر امنيتي پوستو بريد وکړي لمنځه وړل شوې او له کامرې څخه يې ثبت شوي معلومات ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار امنيتي سرچینې وایي، وروسته له هغې چې طالبانو په هلمند، زابل او غزني کې له ماتې سره مخ شول، پام یې او ختیځو ولایتونو ته شوی او غواړي د پاکستاني اورکزیو او نورو اورپکو په همکارۍ په ننګرهار بریدونه وکړي.

طالبانو د هېواد تر یو شمېر نورو سیمو وروسته د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې جګړې پیل کړې چې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

په دې لړ کې د طالبانو لسګونه جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي چې د ځینو هغو جسدونه پاکستان ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو په لیکو کې د پاکستانیانو حضور

د طالبانو په لیکو کې د پاکستانیانو حضور څه نوې خبره نه ده، بلکې د پاکستان ترڅنګ د چینايي، عربي، پاکستاني او ایراني وګړي هم په دغو لیکو کې جنګېږي، خو تر ټولو زیات حضور پکې د پاکستاني وګړو دی.

د شنونکو په باور، طالبانو ته د ور اوښتو مرګ ژوبلو له امله په کور دننه د دوی جنګیالي نه پوره کېږي، ځکه خو له بهره په ځانګړي ډول پاکستان څخه جنګیالي ورته راځي او دلته افغان طالبانو سره یو ځای جنګېږي.

Comments are closed.