The news is by your side.

د افغانستان بانګ بهران او د اجمل احمدي اداري ترهه ګري

 خبریال ویب پاڼه/ په یوه تحقیقاتي راپور کې مالومه سوې چې د افغانستان تر ټولو ستره مالیاتي سرچینه د افغانستان بانګ له بهران سره مخ دی او حالت داسې روان و اوسي نو ښې پایلې به ونلري.

په دې راپور کې د افغانستان بانګ د مالي سیاستونو مسؤل ګڼل کیږي او دا بانګ تر ټولو لوی مالي بنسټ بلل سوی خو اوس چې د اجمل احمدي له ناوړه کړنو سره مخ دی ښايي بهران ته ولاړ سي.

د اجمل احمدي په نوم کس چې اوس د دې بانګ واک داري په لاس کې ده دا بانګ په ناسم ډول سره اداره کوي او پکښي اداري ترهه ګري ترسره کوي هغه خپلې خبرې او پریکړې تر قانونو لوړې او مهمې ګڼي.

په راپور کې ویل سوي چې اجمل  احمدي له زور او ځواک څخه کار اخلي قانون ته درناوی نه کي او اداري فساد یې د واک پر مهال اوج ته رسولی، په ورته وخت کې ویل سوي چې د بانګ یو شمېر پخوانی تجربه کاره کارکوونکو د بیلابیلو بهانو او فساد دوسیو په پلمه له دندو لیري کړل سوي او شاوخوا ۴۰ مهم کارکوونکې استعفاء ته اړ کړل سوي دي.

د دې راپور په دوام ویل  سوي دي اجمل احمدي له بانګ سره داسې یو برخورد کوي لکه د ده چې خپل ملکیت او شخصي بانګ وي او دا بانګ له نورو ټولو ستونزو سره سره له مدیریتي کمزورۍ سره هم مخ دی.

تراوسه پوري دولت په دې اړه هیڅ نه دي ویلي خو اجمل احمدي چې ولسي جرګې  ته د باور د رای اخیستلو لپاره وړاندې سو هم هغوی رایه ورنکړه او له هغې راوروسته په غیري قانوني ډول سره د دې بانګ سرپرستي او چارې مخ ته بیايي.

د افغانستان ولسي جرګې اوس مهال هم ویلي چې  دولت باید د سرپرستانو لړۍ باید ختمه کړي او رسمي کسان د باور راي اخیستلو وروسته وزارتونو ته ور وپيژني ترڅو ادارې په ښه توګه منظمې او خپلې چارې مخ ته بوزي

د افغانستان بانګ په ګډون دا مهال د یو شمېر ادارو او وزارتونو چارې اوس هم د سرپرستانو له لوري اداره کیږي چې د فساد ترڅنګ يې نورې ستونزې هم را ولاړې کړې دي

 

 

 

Comments are closed.