The news is by your side.

د دښمنۍ دوام قریشي محب ته ګواښ کړی

خبریال ویب پاڼه/ د پآکستان اومحب دښمني لا دوام لري په تازه څرګندونو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي پر محب تورونه لګولي او ورته یې ګواښونه کړي دي.

شامحمود قریشي حمدالله محب باندې تور لګولی چې د امن دښمني کوي او د سولې راوستلو په برخه کې لوی خنډونه اچوی دوی او محب له پخوا چاړه او غوښه سوي وو.

قریشي د یوې غونډې په ترڅ کې په ډک زړه باندې پر حمدالله محب د پاکستان ضد څرګندونو له امله سختې نیوکې وکړې او هغه څخه يې وغوښتل چې خپله رویه بدله کړي.

قریشي ګواښ وکړ او محب يې مخاطب کړ چې خوله دي په واک کې کړه کنه نو هیڅ یو پاکستانی به لاس لاهم در نه کړي، هغه د سولې په برخه کې د خپلو قربانیو او مصرفونو یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې موږ د امن او ثبات خبره کوو، خو محب ننګرهار کې پاکستان پسې خوله خلاص کړې او په سپکه یې یادوي هغه ګواښ وکړ کچیري د محب د تورنو دا لړۍ تم نه سوه پاکستان به ورسره هیڅ خبرې ونه کړي.

محب د ننګرهار له وینا وو وروسته هم پاکستان دوه مخې او د ترهه ګرو په ملاتړ تورن کړی او زیاته کړې يې ده چې دوی دوه مخې لوبه کوي او د خپلې ګتې په لټه کې  دي.

محب موده مخکې پاکستان ته وویل له ما سره اړیکې مه پریکوه نر سه له ترهه ګرو سره اړیکې پرې کړه ترڅو سیمه اوافغانستان یې له شر څخه خلاص سي.

پاکستان په دې وروستیو کې یوازي محب جدي نیولی او په ځلونو واري يې د هغه پخواني خبرې غندلې او بیا يې ترې غوښتنه کړې چې د خدای ج لپاره دي نور په پاکستان پوري څه نه وايي.

د دوی ویره داده چې د پاکستان په وړاندي چې اوس یوازي په دولت کې محدودو کسانو شعور اخیستی ښايي چې د محب تګلاره عامه او تر ټول افغانستانه ورسیږي ځکه اوس افغانان تر پخوا ښه سوي او کولای سي چې د پاکستان په وړاندې د ښو او بدو تفکیک وکړي ځکه ټول په یوه اواز ان د پاکستان په وړاندې دریدلی هم سي

Comments are closed.