The news is by your side.

کرونا پرون راهیسې د پنځوسو هېوادوالو ژوند اخیستی

 

خبریال وېبپاڼه/ عامې روغتیا وزارت وایي، د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په افغانستان کې ۵۰ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي او ۱۳۷۹ نور کسان پرې اخته شوي دي.
د یاد وزارت په خپاره شویو مالوماتو کې راغلي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۷۵ کسان بېرته رغېدلي دي او کورورنو ته ستانه شوي دي.
د کرونا مثبتې پېښې په داسې مهال زیاتې شوي، چې د هېواد روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخ دي. د روغتیا برخې مسوولین وایي، چې دوی په دې هڅه دي چې دغه ستونزه حل کړي.
د کرونا مثبتو پېښو د مخنیوي په موخه افغان حکومت په یو شمېر ولایتونو کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د دوو اوونیو لپاره رخصت کړل او دغه راز یې په کابل کې ځینې بندیزونه هم ولګول.
د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې کورونو کې پاتې شي، ماسک وکاروي او روغتیايي پاملرنې په نظر کې ونیسي.
که څه هم کرونا ویروس په نږدې ټوله نړۍ کې دولتونه او خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي، خو په افغانستان کې په هغه اندازه مبارزه ورسره نه کېږي، څومره چې لازمه ده.
دلته چارواکو د کرونا په نوم میلیونونه افغانۍ شخصي جیبونو ته واچولې او حتی عادي امکانات هم د کرونا د درملنې په روغتونونو کې نه پیدا کېږي.
هلته بیا تازه د ښوونځیو او پوهنتونونو قرنطین ځینې په دې خاطر اندېښنې را پیدا کړې دي چې تعلیمي او تحصیلي بهیر زیانمنېږي.
که وضعیت همداسې دوام وکړي شاید خلک نور هم په ستونزو کې ښکېل شي.
د روغتیايي اصولو نه مراعتول
که څه هم د عامې روغتیا وزارت وار وار خلکو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، خو خلکو څومره چې لازمه ده، په هغه کچه دغو اصولو ته پاملرنه نه ده کړې، ځکه خو دغه پېښې هم مخ په زیاتېدو دي.

Comments are closed.