The news is by your side.

اسرائیل د کنډي کپر کیدو پر لور د کورنۍ جګړې امکان

خبریال ویب پاڼه/ د اسرائیلو خپل منځي سیاسي اختلافات او د قدرت نشه ښايي چې ډیر ژر دا مستبد رژیم پر بده واړوي او داسې ډیر احتمالات سته چې دا هېواد له کورنیو جګړو سره مخ سي.

تاسو یې د فلسطین ازار وبولۍ خو دوی له کومه چې د اسرائیلو پارلماني ټاکنې بغیر له کومې نتیجې پای ته ورسیدې نو د اسرائیلو اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د خپل واک پر دوام ټینګار وکړ چې دی به په واک کې پاتیږي، خو مقابل کې يې د حکومت اپوزیسون سیاسي ګوندونو د یوه ائتلافي حکومت د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی.

د اسرائیلو دولت هم په ویره کې دی وروسته له هغه چې د دوی له فلسطینیانو سره قضیه حل سوه، نو ورسره سمدلاسه په دې مرض اخنه او په کور دننه کې ورته ستونزې پیدا سوې، اوس تازه د اسرائیلو د کورني امنیت ادارې یو خطرناکه خبرداری ورکړی دې ادارې په خپل نوي بیان کې ویل چې ښايي په دې هېواد کې کورنۍ جګړې پیل سي.

دې سازمان ویلي په دې وروستیو کې  دواک پر سر جنجال د خلکو ترمنځ د بې باورۍ اوضاع رامنځ ته کړې او که چیري ژر د ستونزو حل پیدا نه سي نو کور په کور د جګړې کولو امکان زیات دی.

تر دې وړاندې هم داسې انګیرل کیدله چې نتانیاهو به له خپلې دندې په شا سي، د اسرائیلو ژريم چې له کلونو کلونو را په دې خوا د فلسطینیانو سره په کشاله اخته دي او ورباندې ظلمونه کوي په نړۍ د مسلمانانو په ګډون د زیات شمېر نورو کسانو له لوري د یوه مستبد او ظالم رژیم په توګه پيژندل کیږي.

د اسرائیلو د مستبد رژیم مشر اوس مهال بنیامین نتانیاهو دی چې د خپل ظلم په سزا ورسید او د اسرائیلیو په کور دننه ستونزې د دې لامل سوې چې نور نتانیاهو باید له واکه لیري او د خپل ظلم ثمره وڅکي.

راپورونه وايي چې د ټولو سیاسي جنجالونو سره پای کې اوس مهال د اسرائیلو اپوزیسون په دې سلا سوی چې نوی حکومت رامنځ ته او د نتا نیاهو واکمني پای ته ورسوي.

د اسرائیلو اپوزیسون ویلي چې دوی د نوي حکومت پر جوړیدلو سلا سوي او نور به د نتا نیاهو ۱۲ کلنه واکمني پای ته ورسیږي او پرځای به یې بل څوک راسي.

Comments are closed.