The news is by your side.

پاکستان لوبه کوي که يې ځان سم کړ

خبریال ویب پاڼه/ په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر په ګډون د ملي امنیت سلاکار او یو شمېر سیاسونو سخت ګذارونه او د نړۍ فکر په ظاهري توګه په پاکستان کې زیات تغیرات راوستل او دوی وویل چې  نور د افغانستان په هکله خپله د کلونو ستراتیژي بدلوي، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي د سولې پروسې سره مرسته کوي، پر طالبانو فشارونه زیاتوي داسې او داسې  نور…

خو بحث دا دی چې دا هرڅه پاکستان پر خوله وايي او په عمل کې يې ثابتوي؟ هو او نه ځواب ډیر اسانه دی ځواب ویوونکې چې هیڅوک پر پاکستان باور نلري نه وايي ځکه دا هېواد پر خپلو ژمنو او پرخپل ځان هم باور نلري.

د پاکستان په وړاندې د جدیت سنګر

افغان ولسمشر چې ډیره هڅه يې وکړه ترڅو په خپلو سفرونو او ښو خبرو دا هېواد د یو مهم ګاونډي او ستراټیژیک مهم هېواد په توګه وګماري د لته به د پاکستان دپوځ او حکومت مشران را تلل بیلابیلې مهمې ژمنې يې ولسمشر ته ورکولې خو دا چې ولسمشر محاسبه درلوده پاکستان يې تعقیب کړ او دې پایلې ته ورسید چې د پاکستان خبرې او عمل ډیر لوی توپیر لري او همدارنګه يې تورن کړ چې اوس هم د د ترهه ګرو ملاتړ کوي او جنګیالي افغانستان ته استوي.

کیدلای سي چې د ولسمشر له دې پریکړې سره د افغانستان په بهرني پالیسي کې د پاکستان په وړاندې تغیرات هم راغلي وي ځکه چې که ولسمشر د پاکستان په بد نیت پوی سي نو حتمي به یوه بدلون رامنځ ته کیږي په ورته وخت کې له دولت سره په دې اقدام کې یو شمېر سیاسون هم همغږي دي او په دې برخه کې د دولت ملاتړ کوي.

د پاکستان جدیت او بدلون

ویل کیږي چې پاکستان د طالبانو یو شمېر مشرانو ته ویلي چې له پاکستانه ولاړ سي ځکه چې امریکا پرې  فشار راوړی ترڅو يې په وړاندې عملیات وکړي، طالب مشرانو چې زیاته برخه يې هلمند ولایت ته تللې ویل کیږي چې خپلو جنګیالیو ته دستور ورکړی چې پر ښارونو خپل بریدونه زیات کړي ترڅو دولت هلته مصروفه او دوی په صحرا سیمو کې په خلاصه توګه استراحت وکړي تر اوسه پوري څرګنده نه ده چې طالبان به تاوتریخوالی تر کومې کچې اوږد کړي ولې داسې ګمان کیږي چې پاکستان به حتمي د خپلې یوې ګټې لپاره طالبان لوبوي او یا به یې هم خرڅوي.

د پآکستان مجبوریت

په سیمه ییزه او سیاسي افغان دولت نړیوالو ته تر طالبانو مخ ته دی هغه په رسمیت یو پيژندل سوی دولت دی نړۍ که چیري پوی سي او د پاکستان په وړاندې و دریږي نو تر هرڅه وړاندې به د افغان دولت او افغان ملت حقوق او د دوی له لوري د پیل سوې نیابتي جګړې پای وغواړي که پاکستان داچاره ترسره کړي نو ګټې او اقتصادي پیاوړتیا يې په برخه کیږي  خو دومره نفوس لکه اوس چې يې د  طالب په شتون کې په افغانستان لري بیا يې نه سي درلودلای یعنی همدا تاوان دی خو د ګټو اړخونه له اقتصادي او د باور تر فضا پوري ټول ګټور دي خو  اوس دا د پاکستان ناروغي ګرځېدلې چې دوی به حتمن افغانستان کې لاس وهنه او مداخلت کوي، که څه هم د پاکستان له وینا وو، سره سم یو شمېر بدلونونه تر ستر ګو کیږي خو د باور وړ باید و نه اوسي ځکه همدا پاکستان څوځله په خپل حسن نیت خوړلي او ځپلي یو.

Comments are closed.