The news is by your side.

صالح وايي، د سولې فرصت نه ضایع کوو

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم کله ناکله داسې ادعا کېږي چې حکومت په لوی لاس د سولې فرصت له لاسه ورکوي او نه غواړي چې جګړه ودرېږي، خو اوس حکومت ویلي چې د سولې لپاره بې مخینې فرصتونه رامنځ ته شوي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي شورا له ځينو غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې نړیواله ټولنه له افغان سولې سره بشپړه همکاري لري او په خبره یې د افغان حکومت او نړیوالو ترمنځ د اړیکو او سیاسی تعاملاتو نوی باب پرانیستل شوی دی.
دده په خبره د سولې لپاره د نړیوالو په همکارۍ بې مخیني فرصت رامنځ ته شوی دی چې په هېڅ صورت به ضایع نه کړل شي.
هغه ویلي چې افغان حکومت به له همدې فرصته په ګته اخیستنې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل ټول توان وکړي او د نړۍوالو په مرسته به ځان طالبانو سره یوې هوکړې ته رسوي.
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی چې افغان ځواکونه په ټولو سیمو کې د هېواد دفاع ته تیار دي او د ترهرګرو ډلو پر وړاندې د هر ډول مقاومت وړتیا لري.
نوموړي تمه ښودلې چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي.
که څه هم افغان حکومت ویلي چې د سولې خبرو لپاره هڅه کوي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اراده لري، خو دا چې د سولې په اړه تر اوسه ملي اجماع نه ده رامنځته شوې، خلک په دې اندېښنه کې کوي، چې ښايي خاصه نتیجه ورنه کړي.
هېواد کې بیا تر بل هر وخت جګړو زور اخیستی دی او هره ورځ لسګونه امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي چې هېوادوال یې سخت اندېښمن کړي دي.
تمه وه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ به دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې پيل شي، خو د هغه هم تر اوسه پایله نه ده مالومه.

Comments are closed.