The news is by your side.

خلیلزاد د سفرونو مهمه دوره پیل کړې څه به وکړي؟

خبریال ویب پاڼه/ تمه ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د پيل په درشل کې د خپلو   سفرونو مهمه لړۍ پیل کړي او تازه سفرونه وکړي.

نن داسې راپورونه هم خپاره سول چې  د دولت او طالبانو مرکه چې  پلاوو، یو له بل سره لیدنې هم کړې وې، ترڅو د راتلوونکو خبرو او پرمختګونو په هکله خپلې هڅې پیل کړي.

زلمي خلیلزاد د خپلو سفرونو لړۍ پیل کړې چې له افغانستانه به شروع وکړي د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد به د دې سفرونو په لړ کې کابل دوحې او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

مالومات ښيي چې د خلیلزاد د دې سفرونو څخه موخه په سیمه کې له هېوادنو او بیلابیلو اړخونو سره سلا مشورې دي ترڅو د افغان سولې په هکله یوه نظریه ټوله.

کله چې خلیلزاد کابل ته راغلی نو به له حکومتي مشرانو، سیاسي فعالینو ، سیاسي شخصیتونو، مدني ټولنو استازو، او میرمنو سره وګوري او د افغانستان د راتلوونکي او سولې پروسې په هکله به سره وږغیږي.

هدف

د خلیلزاد له دې سفره هدف دادی تر څو په ټپه ولاړه خبرې پیل په خبرو کې چکټتیا رامنځ او د ولاړو خبرو حالت بدل سي او څه پرمختګونه رامنځ ته سي.

د افغانستان حالت

اړینه ده چې ژر تر ژره د سولې خبرې رښتیني نتیجه ورکړي او په افغانستان کې روان خونړی جنګ کابو کړي او که چیري داسې ونه سي نو لیري نه ده چې یو لویه جنګي فاجعه به رامنځ ته سي، د خلیلزاد سفر پرداسې مهال کیږي چې تازه د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ درنې نښتې روانې دي او هر لور یوه او بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کوي، خو د سولې روانې خبرې چې دوی وايي پیل به سي په ټپه ولاړې دي.

لوبه څنګه روانه ده

لوبه اوس مهال د امریکا او پاکستان په لاس کې ده خو د افغان دولت کلک دریځ د دې لامل سوی چې یو لوبغاړی  په رښتین ولي مجبوره کړي او د طالبانو په وړاندې یوڅه  وکړي

Comments are closed.