The news is by your side.

ناټو وايي، په هر حالت کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ یوو

خبریال وېبپاڼه/ ناټو وايي، په هر ډول حالاتو کې د افغانستان تر څنګ ولاړه دي او له دغه هېواد سره به خپله هر ډول همکاري کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې ناټو به افغانستان کې د مهمو تاسیساتو ساتنه وکړي او دغه راز به له یاد هېواد سره هر ډول همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړي ویلي، چې دوی به د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي او دې برخې ته به ځانګړې بودیجه هم په پام کې ونیسي.
سټولټنبرګ دغه راز هيله څرګنده کړې، چې افغان حکومت او طالبان ژر د سولې خبرو پایلې ته ورسیږي او په یاد هېواد کې یو دایمي امن راشي.
نوموړی یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې په وروستیو کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی، چې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې او په زرګونو نور یې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
که څه هم ناټو مخامخ داسې ډاډ ورکوي چې په هر ډول وضعیت کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي، خو د دوی په اوړو کې هم شګه ښکاري، ځکه افغانان دا وخت تر بل هر څه زیات سولې ته اړتیا لري او د ناټو غړي هېوادونه په دې برخه کې رښتنیې همکاري نه کوي.
ناټو ته پکار ده چې دا مهال تر بل هر څه مخکې د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي او روانه ناولې جګړه پای ته ورسوي.
د ناټو غړي هېوادونه په ځانګړي ډول امریکا په هر ډول کولی شي چې طالبانو باندې فشار راوړي، څو خبرو ته غاړه کېږي، خو دا کار قصدي او یا عمدي توګه نه کوي.
دغه وضعیت عام افغانان اندېښمن کړي دي او ناهیلي ښيي چې ناټو په ځانګړي ډول امریکا په سخت وضعیت کې افغانان یوازې پرېږدي او لکه څومره چې لازمه ده په هغه کچه ورسره همکاري نه کوي.

 

Comments are closed.