افغان دیني عالمان به پاکستاني عالمانو ته څه ووايي

خبریال ویب پاڼه/ تقریبا دا به لومړی ځل وي چې په یوه مهم اسلامي مرکز کې د پاکستان او افغانستان دیني عالمان د روانې جګړې او سولې لپاره دیره کیږي.
د افغانستان د ارشاد حج اوقافو وزارت ویلي چې افغان او پاکستاني عالمان د افغان سولې په هکله مکرمه کې خبرې کوي هعوی به څه ووايي؟
دا خبرې چې سبار چها شنبه د سعودي عربستان په کوربه توب پیل کیږي پر افغان سوله خبرې کوي او په افغانستان کې به د روانې جګړې پر پای ته رسیدلو او سولې پر راتګ خبرې وکړي.
په دې ناسته کې به د دواړو هېوادونو د حج وزیران او د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان ځيني غړي هم ګډون وکړي
د پاکستان دینی عالمان
د پاکستان دینی عالمان چې تل يې په افغانستان کې روانې جګړې روا او جهاد ویلي اوس هم د ای ایس ای تر چتر لاندې راځي او راغونډیږي نو ښايي بیا یې هم شعار مالوم نه وي او په فرمایش به د دین له ادرسه د دې جګړې په هکله ږغیږي.
د پاکستان دیني عالمانو په نوم استخباراتي اجنټان له مولانا سمیع الحق څخه تر نورو نورو چې په خپل څنګ کې به ورته شراب خانې فحش مرکزونه او د امریکایانو اډې وې خودوی به د جهاد ځای یوازي افغانستان باله په خپله سزا رسیدلي دي خو لاهم تمه سته چې نور به يې هم ورته اجنټان په خپله سزا ورسیږي د پاکستان اسلام فروشو عالمانو ته د خپلو نامشروع ګټو او د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای په فرمایش اسلام په خپل طبیعت جوړ کړی او په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکړي.
د پاکستان او نړۍ د عالمانو فرق
په افغانستان کې چې له تیرو شلو کلونو را په دې خوا خونړۍ جګړه پیښه سوې او لاهم دوام لري د نړۍ ټولو دیني عالمانو سازمانونو او ټولو مرکزونو دا جګړه غیري اسلامي بللې او د جهاد نوم يې نه دی ورکړی خو تراوسه پوري هیڅ پاکستاني دینی عالم د دې جګړې په هکله د دین له لحاظه یو حرف خبره هم نه ده کړې خو دا يې بیا تل ویلي چې ورسئ په افغانسان کې جګړه وکړئ ځکه چې دا جګړه جهاد دی