The news is by your side.

د امریکا سفارت تړلو اختمال

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې له نا امنیو ا ونورو ګواښونو له کبله په موقت ډول د اسټرالبا وتړل سو اوس داسې ګنګوسې دي چې ښايي د امریکا سفارت هم وتړل سي.

په همدې اړه دامریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال ګېنټ مکینیزي تازه څرګندونې کړې او په دې  هکله يې ویلي چې ښايي د امریکا سفارت هم په دې هېواد کې وتړل سي.

دې امریکايي جنرال د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا د سفارت امنیت دافغان حکومت پرغاړه دی اودا هېواد هم ژمن دی چې په دې برخه کې خپلې  هڅې وکړي.او په کابل کې د امریکا سفارت وساتي.

مکینیزي په ګواښ او یاهم غیري ارادي توګه وویل چې له دې ټولو چارو سره سره امریکا خپله مهمه پریکړه یعني کولای سي چې خپل سفارت په کابل کې وتړي.

ده وویل که چیري افغان حکومت یا طالبان او یاهم ګډ حکومت دا غوښټنه وکړي چې امریکا دي نور خپل سفارت په افغانستان کې وتړي نو دوی به خپل سفارت وتړي.

د ده یو بل خبرداری چې له جدیته ډګ وو، وویل چې دخپلو اتباعو د ساتنې لپاره دوی په افغانستان کې ژمن دي او له هرې ممکنه لارې څخه به د خپلو خلکو ساتنه وکړي.

ده بیا هم ټینګار کړی چې د راتلوونکې اوافغانستان په هکله هرڅه له نژدې څاري او کولای سي چې د وخت په وتلو سره هرڅه ته ځواب ووايي.

د امریکا سفارت به څه وخت وتړل سي؟

د دې امریکايي جنرال له خبرو داسې چوته سوه چې هیڅ دولت دي د امریکا سفارت په هکله اندېښنه نه کوي ځکه دوی چمتو دي چې د افغانانو له لوري د یوه تفاهم ته د رسیدلو لپاره په کابل کې خپل سفارت وتړي که څه هم تراوسه داسې هیڅ څرک نه سته چې چا دي د امریکا د سفارت د تړلو غوښتنه کړې وي خو امریکا وار له مخه ډاډ ورکړی چې دوی دې قربانۍ ته هم چمتو دي ترڅو خپل سفارت د افغانانو په غوښتنه د ګډ حکومت افغان حکومت او یاهم د طالبانو د غوښتنې سره سم وتړي، دوی اوس یوازي پایلو ته ګوري او کولای سي چې په راتلوونکې کې په دې هکله هم پریکړه وکړي

Comments are closed.