The news is by your side.

پاکستان دې د ترهګرو د ځالې په نوم ونومول شي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د پاکستان په اړه د سیمې هېوادونو او نړۍ وار وار څرګندونې کړې دي او دغه هېواد یې د ترهګرو ځاله بللی دی، خو اوس تازه داسې ویل شوي چې پاکستان باید د ترهګرۍ د ځالې په نوم ونومول شي.
دې هېلل په نوم یوې خپرونې تازه ویلي دي چې اوس ددې وخت دی چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه اعلان شي.
یادې نشریې په یوه مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې ستر لامل پاکستان و، ځکه دغه هېواد دوه مخې لوبه کوله او دلته یې د ترهګرۍ ضد یو نړیوال ماموریت له ناکامۍ سره مخ کړ.
په مطلب کې راځي چې پاکستان له یوې خوا له امریکا سره د مرستې ژمنې کولې او میلیاردونه ډالر مالي مرسته یې تر لاسه کوله خو له بلې خوا د طالبانو او حقاني شبکې ستر ملاتړی و.
دې هېل نشریه وایي یوازې دا نه بلکې په ځلونو هېوادونو ادعا کړې چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړی دی.
سرچینه کاږي چې پاکستان د هند د ځپلو لپاره په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې ته ادامه ورکړې ده، نو له همدې امله د بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت ته په کار ده چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه معرفي کړي او پر وړاندې یې له فشارونو کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تازه د سولې په برخه کې د رښتینو همکاریو ژمنه تازه کړې ده او ویلي یې دي چې دوی به د سولې په برخه کې خپل رښتینی رول ولوبوي.
که څه هم پاکستان وار وار د سولې خبرو کې د همکاریو ژمنه کړې، خو په عمل کې یې بیا هېڅ هم نه ده کړي، بلکې د دې هر څه برعکس یې د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړی دی او دلته یې د نیابتي جګړې اور بل ساتلی دی.

Comments are closed.