The news is by your side.

غني طالبان بغلان کې په بشري جنایت تورن کړل

خبریال ویب پاڼه/ ه بغلان ولایت کې د ماین پاکۍ موسسې لس کارکوونکې په نښه او وژل سوي دي تر اوسه پوري طالبانو او هیڅ یوې ډلې په دې هکله څه نه دي ویلي، خو ارګ په دې اړه غبرګون ښودلی.

ارګ د ولسمشر له قوله لیکلي چې طالبانو د افغانانو ژغورونکي په نښه او ووژل چې په دې سره يې بشري جنایت  ترسره کړ ولسمشر ویلي طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام تیره شپه د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې زیات شمېر کارکوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او هغوی يې وژل وو.

هغه د ماین پاکانو، مرستندویه موسسو، ښوونځیو، ښوونکو مسجدونو او محلصلینو  په نښه کول بشري جنایت بللی او په دې هکله يې طالبان تورن کړي دي.

ده وویل طالبانو ځکه دا ماین پاکان ووژل چې دوی افغانان ژغورل لارې کوڅې يې ورته ماینونه پاکول

خو بل پلو طالبانو  په دې هکله تراوسه پوري څه نه دي ویلي خو تیره شپه نامالومو وسلوالو د یوې ماین پاکې موسسې لس کارکوونکې ووژل او یو شمېر يې ژوبل کړل.

طالبانو په دې وروستیو کې د بشري نهادونو د کارکوونکو امنیت د خوندتوب ډاډ ورکړی طالبانو په وروستیو څرګندونو کې چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې  له نوي استازي سره په لیدنه کې ترسره کړې ډاډ ورکړی چې دوی به د بهرنیو ډيپلماټانو او د مرستندویه ادارو کارکوونکو خوندي توب ته پاملرنه کوي او ستونزې به ورته نه جوړوي.

همدارنګه طالبانو په یوه بل اقدام کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هغه ژباړونکو ته چې اوسمهال له افغانستانه د تیښتي په حال کې دي ږغ کړی چې له هېواده ولاړ نه سي ځکه دوی خوندي دي او د دې پرځای چې له هېواده ووزي نو خپل هېواد ته دي خدمت وکړي.

طالبان د همدې لارو چارو په رامنځ ته کولو ادعا کوي چې دوی زیات بدلون کړی او د اول په څیر نه دي خو نړیوال او یو شمېر نهادونه وايي چې طالبانو هیڅ تغیر نه دی کړی او طالبان چې کومې خبرې کوي په اصل کې داسې نه دي او دې ډلې په خپلو کړنو کې هیڅ تغیر نه دی را وستلی تراوسه پوري د طالبانو د راتګ په هکله خلک عجب غبرګونونه لري

Comments are closed.

koi finance