The news is by your side.

پاکستان ډبري ولي لاس تر شا نیسي

خبریال ویب پاڼه/ د پښتونخوا ملي عوامي  ګوند مشر محمود خان اڅګزي د افغانستان او پاکستان په هکله خپلې نوې څرګندونې کړې او په افغانستان کې يې له ښکېلو لورو غوښتي ترڅو سوله او اوربند وکړي.

محمود خان ویلي ترڅو چې نړۍ د افغانستان خپلواکي نه وي منلې ترهغو به په دې هېواد کې جګړه روانه وي او همدا سې به وژنې او وحشت هم ادامه ولري.

محمود خان وویل پاکستان ته وایو له بې کارۍ کوچني کاڼې ولې او لاس تر نیسې لاس وهنه کوې دا بد کار دی، تاریخ وګورئ تل هغه هېوادونه چې د نورو ازادۍ  قبضه کوي او د نیولو کوښښ يې کوي هغوی خپله پساو شوي.

پاکستان په کور دننه پاکستان کې د خپلو فشارونو تر سخت فشار لاندې دی او دا یې کوښښ دی چې سیاسون پاکستان د نورو چارو په ترسره کولو نه خپله له ستونزو خلاصولو ته متوجې کړي.

پاکستان تر نړیوال فشار هم لاندې دی

پاکستان په دې وروستیو کې د نړیوالو هېوادونو تر فشار هم لاندې دی چې امریکا ته تر اډو ورکولو وروسته باید په هغه سیمو کې چې امریکا شتون ولري امنیت تامین کړي او ټول ګواښونه له منځه یو سي.

په ورته وخت کې افغان دولت هم  پر پاکستان باندې فشارونه زیات کړي ترڅو یو طرفه شي او انتختاب وکړي چې طالبان یا دولت انتخاب کړي پر همدې مهال د یو شمېر سیاسونو له لوري هم پر پاکستان باندې فشار دی چې په دې مهم وخت کې باید سمه پریکړه وکړي.

پاکستان خپله ستونزو کې دی

پاکستان اوس مهال تر ټولو لوی بهران کمزوري اقتصاد سره مخ دی چې نه شي کولای دا خراب حالت مدیریت کړي او حالت سم کړي په ورته وخت کې دا هېواد د افغانستان په اړه په تصمیم نیونه  کې دی چې څنګه انتخاب باید وکړي دا هم  خورا مهمه خبره ده چې طالبان باید له لاسه ورکړي که افغان دولت او امریکا ځکه اوس دوی په دوه کې حیران دي  چې باید څه وکړي؟ تراوسه که څه هم  عمرانخان وویل چې د افغانستان په اړه د دوی د کلونو ستراتیژي تغیر کوي خو مالومه نه ده چې ده په به ولې دا خبره کړې وي؟ ځکه عملي کوي یې نه.

Comments are closed.

koi finance