“ښایي ځینې هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي”
خبریال وېبپاڼه/ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته اوس داسې اندېښنې موجودې دي، چې ښايي د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته ځینې هېوادونه خپل سفارتونه وتړي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي په هغه صورت کې چې د کابل د هوایي ډګر امنیت تامین نه شي نو هېوادونه اړ دي چې خپل سفارتونه په کابل کې وتړي.
سرچینې ویلي بهرني سفارتونه په کابل کې د امنیت تامین غواړي او د کابل هوایي ډګر امنیت د ديپلوماتانو د تګ راتګ لپاره خورا مهم دی چې باید هېڅ راز تهدید پکې موجود نه وي.
تر دې وړاندې ناټو ویلي وو چې د کابل هوایي ډګر د امنیت لپاره به لاس په کار کېږي چې په همدې لړ کې ترکیې ددغه کار لپاره تیاری وښود، خو وسله والو طالبانو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ترکیې په ګډون د هېڅ هېواد نظامي حضور نه مني او په هېڅ بهانه باید دلته خپل سرتېري پرېنږدي.
تر دې وړاندې د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې په افغانستان کې د امنیتي تهدیدونو له کبله خپل سفارت د لنډې مودې لپاره تړي او چارې به یې له کوم نږدې هېواد څخه پرمخ وړي.
د کورنیو چارو وزارت بیا د استرالیا په شمول د یو شمېر هېوادونو سفیرانو ته ډاډ ورکړی وو چې د امنیت په تړاو باید هېڅ راز اندېښنه ونه لري او دیپلوماټانو او سیاسي استازولیو د امنیت تامین د دوی لومړیتوب دی.
د سیاسي چارو د شنونکو په باور، په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو تړل د هېوادونو ترمنځ د دیپلوماټیکو اړیکو په پیکه کېدو تاثیر لري او باید دې برخه کې له پوره غور څخه کار واخیستل شي.
د شنونکو په خبره، افغانستان سخت مزل کړی دی، ځان یې نړۍوالو سره اړیکو ته برابر کړی دی او نور باید په دې خاطر دغه اړیکې خرابې نه شي، چې ګواکې امنیت خراب دی.
Comments are closed.