The news is by your side.

پنټاګون ښايي امریکايي پوځیان بیرته افغانستان ته را وګرځي

خبریال ویب پاڼه/ د پنټاګان یو تن مرستیال د خپلو تازه څرګندونو پر مهال ویلي ممکن ده چې بیرته امریکايي ځواکونه افغانستان ته وګرځي او هلته دیره شي.

د امریکا دفاع وزارت دې مرستیال روناډ مولټاري د امریکايي ځواکونو د ممکنه بیرته تګ خبره کړې او د استازو استماعیه غونډې ته یې ویلي چې د ده دفتر افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د احتمالي بیرته تګ باندې کارکوي.

د استازو جرګې یوه غړي او پخواني پوځي مایک والټس هم ټینګار کړی دی چې افغانسان ته د پوځیانو بیرته ستنیدلو ډیر قوي احتمال شته، هغه وویل طالبان لاهم له القاعده سره اړیکې لري او دوی ویره لري چې دا ډله به راپورته او امریکا باندې بریدونه وکړي.

دا مهم امریکايي چارواکي پر داسې مهال باندې دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تمه ده چې د دوی د وتلو دا لړۍ د سپټمبر میاشتي پر ۱۱ نېټه بشپړه شي.

د طالبانو او القاعدې اړیکې

له کومې ورځې چې امریکايي ځواکونو د خپلو پوځیانو د وتلو اعلان کړی ورسره سمدلاسه طالبانو د هرې لارې په کارولو سره تاوتریخوالی زیات کړی او دا مهال يې د زیاتو ولسوالیو مرکزونه هم نیولي دي.

داسې ښکاري چې طالبانو د نورو ترهه ګرو ډلو ترڅنګ له القاعدې سره هم اړیکې بیرته ښه کړې ترڅو ورسره په جګړه کې دا ډله همکاري وکړي دوی ویلی چې له القاعدې سره اړیکې نلري خو په تیرو میاشتو کې د طالبانو په لیکو کې د القاعده شبکې ډیر مهم غړي چې په غزني او فرا ولایتونو کې وو، ووژل شول او له هغې ورځې له را په دې خوا دا شکونه نور هم زیات شول.

امریکا به بیرته راشي؟

داسې احتمالونه ښايي موجود وي ځکه امریکا د خپلو ټولو سرتیرو وتلو وروسته عراق ته دوهم ځل سرتیري واستول چې اوس هم هلته میشت دي که چیري د دوی دا زړه ته ولویږي چې  افغانستان په خطر کې دی او افغان دولت ورڅخه بیا غوښتنه وکړي نو د امریکايي ځواکونو راتلل سخت نه دی او هغوی یوازي یوه پلمه غواړي او د لته به د ترهه ګرۍ پر ضد مبارزې لاندې نوې جګړه پیل کړي تراوسه لا د امریکا نورو چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي

Comments are closed.