The news is by your side.

باوري به بیا تکرار شي؟

خبریال ویب پاڼه/ پوهان باوري چې د هېواد یوازنی پیاوړی لرغونپوه او همدارنګه په پوهنیزه، فرهنګي، تاریخي، فرهنګي، میراثونو او نورو ورته برخو کې زیات کار کړی نن له دې پاني نړۍ څخه وکوچېد او په مرګ يې پښتون قام او په عمومي ډول افغانان خفه او ودریدل.

پوهان باوري یو وخت نه یو وخت له موږ څخه تلی خو بده خبره داده چې موږ په افغانستان کې یوازي همدا باوري درلود بل داسې نشته چې د ده غوندي کار وکړي کتابونه مقالې ولیکي او د هېواد دې مهمې له پامه وتلې برخې ته کار وکړي همدا یو باوري وو.

نن د ولسمشر په ګډون پښتنو سیاسونو فرهنګي څیرو چارواکو او ټولو په باوري پسې ارمان وکړ او زیاته يې کړه چې داسې کس به بیا په ډیر عمر تکرار نه شي که څه هم دوی هیله کوله چې د باوري ځای ناستی دي پیدا شي خو شونې نه ده چې دا چاره دي ژر وشي.

رسول باوري د لرغون پوهنې په برخه کې  تخصص کړی وو، او بیا يې کلونه کلونه پکښي عملي کار او دندې ترسره کړې هغه د ټولو ناخوالو باجود خپل ټول ژوند همدلته د هېوادوالو ترڅنګ افغانستان کې تیر کړ او همدلته په خپل وطن کې يې ورح حق ته وسپاره د دې وطن بچیان همدوی دي چې خدمت او مرګ يې دواړه افغانانو ته وي نن که باوري نه وای په هېواد کې نو دومره خلک يې په ویر نه کېښنستل.

باوري د هېواد د تاریخي پیر هغه وروستۍ هیله او ستوری وو، چې نن يې موږ یوازي پرېښودو د ده دي لوی خدای ج مل شي خو تشه به یې کلونه کلونه موږ وزوروي او خدای ج ناخواسته چې په دې برخه کې به بل د ده په شان نه شي تکرار هغه یوازي په مینه او د هېواد د برم په خاطر زحمت ایسته او هره ورځ به یې څیړنه اوزحمت کاوه دیرش داسې اثار چې تر پیړیو پیړیو به ولوستل شي تدریس به شي او بیا بیا به چاپ شي لیکلي د دې عظیم انسان تلل که څه هم سخت دي خو باید چمتوالی ولرو چې یو بل باوري ټولنې ته وړاندې کړو که باوري غوندي افغانان پر دې وطن نه وي نو په دومره ستونزو کې ایثار افغانستان هیر شوی او تالا شوی وبولۍ

Comments are closed.