د سعودي د ښځو ازادي: ښځه بغیر له محرمه هرځای پاتي کیدلای شي

خبریال ویب پاڼه/ سعودي عربستان نوی د ازادۍ په درشل کې او هغه مقررات لیري کوي چې د ښځو په وړاندې يې یو شمېر محدویتونه وضعه کړي وو.

د نوي قوانینو له مخې پیغله کونډ او طلاقه شوې ښځه بغیر له کوم زموار مشر څخه هم کولای شي چیري ولاړه شي پاتي شي او حتی سفر وکړي، پخوا  د سعودي د قوانینو د ۱۶۹ مادې له مخې داسې ښځې بغیر له مشر څخه منعه وې.

د نوي قانون له مخې ټوله واک ښځې ته ورکول شویاو تازه بالغه شوې نجلۍ ښځه په خپله خوښه هرځای هرچیري یوازي تلای او د اوسیدو حق لري خو مشر يې هغه وخت شکایت کولای شي چې کله هغه جرم وکړي.

او بله مهمه خبره پکښې دا شوې چې مجرمه ښځه چې د سزا وخت يې پوره شوی وي قاضي يې بغیر د هغې له رضا د کور مشر ته نه شي سپارلی او په دې برخه کې هم د هغې خوښه لوی شرط ویل شوی.

د سعودي عربستان هېواد چې د اسلام پلازمینه او د حضرت رسول اکرم ص ټاټوبی هم دی د مسلمانانو قبله پکښي ودانه او تراوسه يې دولت د اسلامي احکامو پر بنیاد مخ ته تلی خو اوس چې امریکا او نورو غربي هېوادونو سعودي ته لاره پیدا کړې او محمد بن سلمان د دې هېواد د واک په کتار کې راغلی دې هېواد کې هم ډیمکراسۍ سرایت کړی او لومړی ځل ازادي يې هم له ښځو را پیل کړې ده.

په عمومي ډول داسې هم ویلای شو چې سعودي عربستان د امریکا تر تسلط یا فرهنګي یرغل لاندې راغلی او د دولت په کتار کې يې اوس یو شمېر غرب پلوه مشران ځای پر ځای شوي دي.

دا چې په عام ډول دا کړنې د دې هېواد وګړي څنګه ارزوي نظر پوښتنه نه ده شوې خو داسې ګمان کیږي چې اوس نوي نسلونو بدلون کړی او ښايي همدا يې د نوي نسل خوښه هم وي چې ښځې او نارینه یې فردي ازادي ولري او خپل ژوند مخ ته بوزي.

قوانین وایي چې د هغه کور د مشر شکایت چې نجلۍ او یا یې هم د کور کومه ښځه يې یوازي اوسي ځکه اوس ښځو ازادي ترلاسه کړې ده

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More