The news is by your side.

د القاعدې په هکله د امریکا خطرناکه خبرداری

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا دفا وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې د القاعده په هکله خطرناکه اټکل کړی او دا یې هم اعتراف دی چې له افغانستانه د دوی د سرتیرو وتل پرځای پریکړه نه  وه .

شل کاله وړاندې امریکا له دې خاطره پر افغانستان یرغل وکړ او پوځیان یې را واستول چې القاعده له منځه یوسي چې په دې جګړه کې يې د ۳۰۰۰ سرتیرو په وژولو سره زرګونه میلیارده ډالر هم مصرف کړل خو اوس په پوره ناکامۍ سره بیرته وزي، خو د دوی اندېښنې دا دي چې له افغانستانه القاعده بیرته د یوه ګواښ په توګه راپورته کیدلای شي.

د امریکا د دقاع وزیر لوید استین په خپلو خبرو کې ویلي له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو په وتلو سره ښايي القاعده په دوه کلونو کې بیرته افغانستان کې منظمه او امریکا ته لوی ګواښونه رامنځ ته کړي.

لوید استین د سنا جرګې د یوې  جرګه ګۍ پوښتنو ته په ځواب ویلو کې د داعش او القاعده خطرونه امریکا ته په منځنۍ کچه کې حساب کړل خو بیا يې هم اندېښنه وښودله.

استین زیاته کړې که څه هم د القاعده او داعش ډلو خطرونه متوسط دي خو بیا هم امکان لري چې دا ډلې په دوه کلونو کې خپلې چارې منظمې کړي او بیرته راپورته شي.

له القاعده سره د طالبانو اړیکي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکینزي په خپلو خبرو کې وویل چې طالبان لاهم له القاعده سره اړیکې لري او له دې ډلې سره اړیکې نه دي پرې کړې ځکه نو له همدې کبله دوی غواړي چې افغانستان ته د بیرته تګ په هکله هم پلان جوړ کړي په ورته وخت په عمومي ډول سره داسې نړیوال شکونه موجود دي چې طالبانو تغیر نه دی کړی او له القاعده سره لاهم ژورې اړیکي لري تورنه دادي چې دا اړیکي د پاکستان په تار تړلې او لاهم په جګړه ییزه برخه کې القاعده او طالبان پراخه اړیکه او یو له بل سره مرسته کوي القاعدې هم په وروستي دریځ کې امریکا ته ګواښ کړی ا طالبان یې د خپل ځان ملګري او د افغانستان د جګړې ګټوونکې بللی، هغوی وویل امریکا له شل کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې ماتې وخوړله او د دوی جګړه به تر هغو ورسره روانه وي ترڅو چې امریکا له ټولو اسلامي هېوادونو وتلې نه وي

Comments are closed.

koi finance