The news is by your side.

نن ایران کې ولسمشریزې ټاکنې او له پاکستان سره د لارې بندول

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان ګاونډ ایران نن ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي چې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د ایران اوسني ولسمشر حسن روحاني له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

حسن روحاني دوه دورې د ایران ولسمشر تیر شوی او وروستۍ دوره کې به اوس خپل واک بل منتخب ولسمشر ته سپاري چې دا به څوک وي

ټاکنې.

نن په ایران کې ولسمشریزې  ټاکنې ترسره کیږي چې پنځه نوماندان ورته ولاړ دي او د مخکښ کس په نوبت کې د ایران د قضائیه قوي سخت دریځي ابراهیم رییسي نوم اخستل کیږی چې حسن روحاني به ورته واک سپاري او د دې ټاکنو مخکښ نوماند دی.

ایران ویلي په ټول هېواد کې يې د پوره امنیتي چارو په نیولو سره د ټاکنو پیل کړی او له ترهه ګر پاکستان سره يې د هر ډول تګ راتګ په موخه سرحد تړلی او غوښتنه مو کړې ده چې هغه لورته هم کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له خلکو وغوښتل چې د هرنګه ناهیلیو او ګیلو باوجود دي بیا هم په روانو ټاکنو کې برخه واخلي او خپل راتلوونکی دي په سمه توګه وټاکي.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې

اوسنی مځنلاری ولسمشر حسن روحاني ګوښه او څوک چې دا ځل مخکښ دی  یو توند لاری اخند دی او ښايي چې د ډیرو رایو په ګټلوسره دا ځل هغه ولسمشر شي.

خو داسې ښکاري چې ایرانی ولس تر یوه حده د ایراني اخوندانو او ملایانو څخه په تنګ راغلی خو همدا موقع ده که چیري ځان خلاصوي خو داسې به نه کیږي د دوی نظریه او عملي کار بېل  دی او ښايي دا ځل یو توند لاری ابراهیم رییسي د خپل ولسمشر په توګه وټاکی.

اته کاله وړاندې حسن روحاني د اتلس میلیونه رایو په ګټلو سره د ایران ولسمشر اعلان شو چې د دویم ځل لپاره هم ورته ایرانیانو رایه ورکړه اوخپل ولسمشر يې کړ، داسې اوازې وې چې پخوانی ولسمشر احمد نژاد به هم ځان نوماند کوي خو مالوم نه شو.

ایرا پر پاکستان شک کړی ځکه يې ورته دروازې بندې کړې او هیله يې ورڅخه کړې چې هیڅ راز تګ راتګ ورسره ونه کړي او ترې غوښتي يې هم دي چې باید هغه لورته هم امنیت ټینګ کړي

Comments are closed.