The news is by your side.

امریکا بیرته څنګه راشي اوس پلمې لټوي

خبریال ویب پاڼه/ یو شمېر امریکايي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې دوی کولای شي بیرته افغانستان ته هم راشي په ورته وخت کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان هم ویلي وو، دوی چې پر  خپلو وتلو باندې کار کړی پر بیرته راتګ يې هم کار کړی.

اوس تازه یو ځل بیا امریکايي پوځي چارواکو د افغانستان په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د لته د القاعده احتمالي شتون ته په ویره کې دوی وايي چې د خپلو پوځیانو له وتلو وروسته ښايي بیرته القاعده سر پورته کړي.

په یوه راپورو کې د بایډن پر هغه پریکړه چې ټول امریکايي سرتیري به له افغانستانه وزي ویره ښودل شوې او ویل شوي دي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره ښايي چې دا هېواد د کورنیو جګړو  پر لور ولاړ شي.

هغوی د کورنیو جګړو او نا امنیو له منځه یوځل بیا د القاعده د راپورته کیدلو د ویرې له امله ویلي چې دوی اندېښنې لري چې پر امریکا او یو لړ نورو اهدافو باندې ښايي بریدونه وکړي، د دفاع وزیر لوید استین وویل چې دا وړتیا به القاعده په دوه کلونو کې پيدا کړي.

موده وړاندې د پنټاګون یوه مرستیال په خپلو خبرو کې کانګرس ته وویل چې ډیر داسې احتمال شته چې امریکايي ځواکونه بیرته افغانستان ته وګرځي او هلته بیا جګړه وکړي پر همدې مهال د امریکا د مرکزي فوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکینزي په خپلو خبرو کې وویل موږ چې له افغانستانه د وتلو پر پلان کار کوو، پر بیرته راتللو هم کار کوو، د افغانستان وروستيو نا امنیو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

نا امنۍ

نژدې د ټولو ولایتونو په کچه تاوتریخوالی زیات شوی او په ډیری ولایتونو کې ولسوالۍ تر لویو تهدیداتو لاندې دي، په دې وروستیو کې زیات شمېر ولسوالۍ وسلوالو طالبانو ته پرېښودل شوې او لاهم دا لړۍ روانه ده، بده خبره داده چې د ولایتونو په ډیری ولسوالیو کې طالبانو ته وسلې او مهمات په خورا لوړه کچه پرېښودل شوي چې دا ډاله کولای شي د راتلوونکو جګړو لپاره يې د ځان په ګټه په ښه ډول سره وکاروي او له افغان ځواکونو سره پرې جګړه وکړي تر ډیره بریده یو شمېر ولسوالۍ طالبانو ته بغیر له جګړې پاتي شوې

Comments are closed.