The news is by your side.

صالح ناکامیو ته پرتوګ ګنډي د شنکۍ سپارل استخباراتي راز بولي

خبریال ویب پاڼه/ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د زابل شنکۍ ولسوالۍ څخه د افغان پوځ وتل یو استخباراتي راز دی، او په دې حساس وخت کې اړتیا نسته چې د بیان ازادۍ تر نامه لاندې محرم عملیاتي پلانونه افشا شي، او دښمن له دې څخه ډیره ګټه پورته کړي.

امرالله صالح رسنیزې برخې ته هم د یو فشار په توګه یوه خبره کړې چې په هېواد د بیان ازادۍ تر نامه لاندې د لته هېواد سره دښمني کیږي.

خراب امنیتي وضعیت او د شنکۍ کیسه

د زابل ولایت شنکۍ ولسوالۍ په هکله ویل کیږي چې ولسوالۍ يې څو ورځې وړاندې سقوط شوه او کله چې پولیس او نور دولتي منسوبین هلته د میشت ملي اردو کنډک ته ولاړل نو طالبانو د قومي مشرانو په منځګړیتوب سره پر داسې مهال چې هلته د زابل مرستیال والي او د دې ولایت امنیت امر هم موجود وو، د ملي اردو کنډک له تجهیزاتو او وسلو ډک وسلوالو طالبانو ته پریښي او دوی د طالبانو په بدرګه تر مرکز کلاته راغلي.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان بّ خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د زابل شنکۍ ولسوالي د ولایتي چارواکو په منځګړیتوب طالبانو ته پرېښودل شوې او د طالبان په لاس سيې سقوط کړی.

د حقیبان له خولې د وړاندې شویو مالوماتو پر بنسټ ویل شوي چې دا کار پرته له جګړې ترسره شوی او د افغان پوځ ګڼ شمېر  وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي.

طالبانو هم د شنیکۍ ولسوالۍ د بشپړه نیولو ادعا کړې او ویلي يې دي چې درنې او سپکې وسلې يې په دې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو څخه نیولي.

امرالله صالح په دې کار سره کوښښ کوي تر یوه حده رسنۍ سانسور او تر خپلې اغېزې لاندې راولي او له بله پلوه کوښښ کوي چې د دولت ښکاره ناکامي پټې کړي، که صالح د زابل د شنکۍ ولسوالۍ استخباراتي راز بولي نو په سرپل او نورو ولایتونو کې هغه تجهیزات چې د طالبانو لاس ته ورغلي څه دي؟

د زابل د شنکۍ ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو لسګونه زغروال ګاډي او شاوخو تر ۳۰۰ میله زیاتي وسلې او یوه هم لیري واټن ویشتوونکی ډي سي توپ پریښی چې د طالبانو لاس ته ورغلی د مالوماتو له مخې پر وسلو او تجهیزاتو سربیره په دې پوځي مرکز کې لکونه د وسلو مهمات هم طالبانو ته پرېښودل شوي دي

Comments are closed.