The news is by your side.

د کابل هوايي ډګر لپاره ترکيې ولې پاکستان ملګری کړ راز يې څه دی؟

خبریال ویب پاڼه/ ترکیه په افغانستان کې یوازنی د ناټو متحد دی چې د ټولو ځواکونو وتلو وروسته ښايي بیاهم افغانستان کې پاتي شي، خو کله  چې طالبانو ورته ګواښ وکړ دوس دستي د پاکستان د ملګرۍ خبره وکړه.

مهمه پریکړه

ناټو ترکیې ته ډاډ ورکړ چې که تاسو غواړئ د کابل هوايي ډګر امنیت چارې پر غاړه واخلئ نو دوی ورته لوجستیکي او نور ملاتړ برابروي خو ترکیې له  پوره فکر کولو وروسته د دې مسؤلیت په منلو سره وویل چې په دې برخه کې  به ورسره اتریش او پاکستان هم  مرسته کوي چې پر ټولنیزو رسنیو باندې د ترکیې له لوري د دې څرګندونو په هکله افغانانو سخت  غبرګونونه هم ښودلې وو.

اوس سوال دادی چې پاکستان به له ترکیې سره د یوه هوايي ډګر په ساتنه کې کومه مرسته وکړي؟ په دې هکله یو شمېر افغان سیاسونو او نظامي پوهانو نظرونه وړاندې کړي، دي، نظریات وایي چې  ترکیې له دې خاطره چې  پاکستان له طالبانو سره د نژدې اړیکو له کبله پر دې رازي کړي چې د ترکانو له لوري د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت اخیستلو په برخه کې ستونزې جوړ نه کړي ځکه نو يې ملګرتوب لاس ته ورته غځولی.

ترکیه په پوره ارامي سره غواړي په دې سلاته کې د پاکستان په ورګډون او ګټې سره خپله ګټه پورته کړي او له هغه وروسته چې پاکستان زموږ تر هوايي ډګرونو را ورسید نو بیا په اساني سره کولای شي چې هرڅه يې زړه غواړي افغانستان کې ترسره کړي.

ترکیې په دې ګام د دې موضوع د حساسیت او طالبانو د کنټرول لپاره یوڅه کول او هغه کې بریالي شول چې پاکستان يې له ځان سره د مسؤلیت اخیستلو پر مهال ملګری وباله خو تر اوسه کوم رسمي اقدام نه دی شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترکیې د ولسمشر خبرې غلطي تعبیر شوې او داسې څه نشته چې پاکستان دي ګډون وکړي

د افغان حکومت دې ګونګ غبرګون ته په کتلو سره ښايي حتمي ده چې یوڅه وشي ځکه سیاسي شننونکې وايي ترکيې یوازي د دې لپاره چې طالبان ترکانو ته کومه ستونزه پیدا نکړي په همدې خاطر پاکستان ور ګډ بللی چې پاکستان حتمي ده یو څه به غواړي

Comments are closed.