The news is by your side.

شنکۍ پرېښودل شوه، مرستیال والي، امر امنیت او نور په امن فضا کې کلات ته رسیدلي

خبریال ویب پاڼه/ زابل کې امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب دی او په دې ولایت کې نژدې ټولې ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ دي تر دې وړاندې د زابل زیاتي ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوې وې.

ویل کیږي چې د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو وروستي امنیتي کنډک هم پر داسې مهال طالبانو ته پرېښودل شوی چې د والي مرستیال او د امنیت امر هم هلته وو.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان بّ خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د زابل شنکۍ ولسوالي د ولایتي چارواکو په منځګړیتوب طالبانو ته پرېښودل شوې او د طالبان په لاس سيې سقوط کړی.

د حقیبان له خولې د وړاندې شویو مالوماتو پر بنسټ ویل شوي چې دا کار پرته له جګړې ترسره شوی او د افغان پوځ ګڼ شمېر  وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي.

طالبانو هم د شنیکۍ ولسوالۍ د بشپړه نیولو ادعا کړې او ویلي يې دي چې درنې او سپکې وسلې يې په دې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو څخه نیولي.

له سیمې سرچینې وايي چې نن د ورځې په اوږدو کې د ملي اردو دا کنډک له شنکۍ ولسوالۍ څخه د مرستیال والي او امر د امنیت په شتون کې  له شنکۍ څخه تر کلات ښاره رسیدلی.

افغان دولت په یوه اقدام کې د هغه قومي مشرانو پر ضد چې د طالبانو منځګړیتوب کوي د نیولو پلان جوړ کړی او یو شمېر یې نیول شوي دي.

زابل په اندېښمنوونکې حالت کې قرار لري اوس مهال یوازي شاجوی شملزي او شهري صفا ولسوالۍ د دولت په لاس کې دي په نسبي ډول کرار لري او له دې ولسوالیو هم په ورځني ډول سره د درنو جګړو راپورونه ورکول کیږي.

نن د دې ولایت لپاره نوي والي حمید الله توخي په کار پیل وکړ او خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې حالت به کابو کیږي هغه وویل چې د امنیت په برخه کې به کوټلي ګامونه اخلي او له خلکو يې د همکارۍ غوښټنه وکړه.

تراوسه پوري چې زابل کې کومې ولسوالۍ طالبانو نیولې هومره شدیدې جګړې نه دې پرې شوې چې د لته یې څوک یادونه وکړي بلکې  چارواکو ویلي چې تاکیتکې شاتګ يې کړی دی

Comments are closed.