The news is by your side.

د نړۍ تر ټولو امن او نا امنه هېوادونه په ګوته شول  

خبریال ویب پاڼه/ تاسو پوهیږئ چې افغانستان کې روانه نا امني چې اوس مهال اوج ته رسیدلې ټوله نړۍ تر پوزي را وستلې ده د یوې سروې له مخې د نړۍ امن او تر ټولو نا امنه هېوادونه په ګوته شوي دي.

د سولې او اقتصاد انستیتوت په یوه موندنه کې چې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې تر سره شوې افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بللی او همدارنګه یې ایسلنډ د نړۍ تر ټولو امن ترینه هېواد معرفي کړی.

د دې انستیوت د مالوماتو له مخې ویل شوي دوی هرکال د نړۍ په کچه د باامنو او نا امنو هېوادونو نوملړ خپروي چې تیر څلور کلونه سر پر سر افغانستان په دې لیست کې ځای لري او هرکال يې د لیست د سر ځای نیولی وي.

له افغانستان وروسته په دې لیست کې یمن، سوریه، جنوبي سوډان، او عراق په ترتیب هغه هېوادونه دي چې د نړۍ په دې نا امنه نوملړ کې ځایونه لري.

امن هېوادونه؟

ایسلنډ له ۲۰۰۸ زیږدیز کال را په دې خوا د نړۍ د تر ټولو امن هېوادونو په نوملړ په سرکې راځي او له دې هېواده وروسته په ترتیب نیوزیلنډ، ډنمارک، پورتګال او سلو وینیا نومونه هم راځي چې د نړۍ تر ټولو با امنه هېوادونه بلل شوي.

افغانستان

افغانستان چې له تیرو څلورو لسیزو را په دې خوا د جګړې په اور کې سوځي تراوسه پوري داسې څوک پیدا نه شو چې د ژغورنې لپاره یې هڅه وکړي چې له بده مرغه سږکال یو ځل بیا په یوه داسې لیست کې راغلو چې د نړۍ تر ټولو لومړی مقام نا امني ده، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو اوازې سره جګړې نورې هم زیاتې شوې او دا مهال د افغانستان نژدې په ټو ولایتونو کې جګړې دي چې وخت پروخت د ولسوالیو د سقوط او له لاسه وتلو راپورونه هم ورکول کیږي.

شنونکي او نظامي چارواکي ویره لري چې یو ځل بیا به د ډاکټر نجیب الله دوره تکرار شي خو افغان دولت او نړیوالې ټولنې ډاډ ورکړی چې دوی په ګډه مبارزه کوي او طالبانو ته د بیا واک تر لاسه کولو اجازه نه ورکوي ځکه دوی دا نظام په ډیره قرباني رامنځ ته کړی دی

Comments are closed.