The news is by your side.

کندهار: ارغنداب د طالبانو په لاس وران شوي پل د جوړیدو چارې پيل شوې

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان ټولګټو وزارت په یوه بیان کې ويلي چې د ارغنداب ولسوالۍ کې د وران شوي پل رغنيزې چارې پیل شوې چې په چټکۍ سره به تر سره شي.

ياد پل چې د تیري  وري مياشتې پر ۴ نېټه ارغنداب ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له لوري تخريب او وران شوی وو، چې د افغانستان د ټولګټو وزارت له لوري په پاخه او اساسي ډول سره رغول کيږي  او نن يې رغنیزې چارې پيل شوې.

دعه پل ۱۷۲ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې  د طالبانو له لوري يې څلويښت متره برخه تخريب شوې وه او خلک يې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي ول.

کندهار ارغنداب ولسوالۍ چې د دې ولايت له حاصل خيزه او اقتصادي ولسوالیو څخه ده د دې پله په جوړولو سره به د افغانستان د انارو د حاصلاتو دا مرکز بيرته پر خپلو پښتو ودريږي او خپلې پخوانۍ ښکلا ته به وګرځيږي له وړاندې خلکو د ارغنداب ولسوالۍ د دې تخریب شوي پل د جوړیدلو غوښتنه کوله.

د افغانستان د ټولګټو وزارت ويلي چې لومړيتوب يې دا دی ترڅو خلکو ته د دې پله په جوړيدلو سره اسانتیاوي  برابرې او د دوی د غوښتنې سره سم په کندهار ولایت کې د لارو جوړولو ته پاملرنه وکړي .

د کندهارارغنداب ولسوالۍ

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د کندهار له ښکلو او مهمو و ولسواليو څخه ده چې په وروستيو مياشتو کې پکښې درنې جګړې وشوې او په پایله کې يې د لويي لارې پر سر يو شمېر  پل چکونه او دغه لوی پل د طالبانو له لوري تخریب شو چې اوس به بیرته جوړ شي.

د‌ کندهار ولايت د نا امنیو پيل له همدې ولسوالۍ وشو خو په دې وروستيو کې د افغان دولت له لوري ارغنداب کې عملیات وشوه او طالبانو له شتون څخه دا ولسوالۍ پاکه شوه، چې اوس پکښي رغيزي چارې پيل شوې.

د ټولګټو وزارت ویلي چې دا پل د کار له پيل سره يوځای ډير ژړ رغول کيږي چې د خلکو ستونزې په ښه ډول سره حل شي او په هغه ځایونو کې چې د پل یاهم پل چک جوړولو اړتیا وي دوی به یې ورغوي.

طالبان ولې لويي لارې او پلونه تخريب کوي؟

تراوسه پوري د افغانستان په زيات شمېر ولایتونو کې د طالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې وشوې چې پر مهال يې طالبانو ډيری عامه تاسیسات وران کړي او لا یې هم دوام ورکړی.ځکه دوی په وروستي ځل فرا ه کې د انار درې ولسوالۍ اداري ودانۍ په بمونو والوزوله

Comments are closed.