اروپايي  ټولنه: پاکستان دي په طالبانو د سولې لیکلې طرحه وړاندې کړي

 

د طالبانو او پاکستان د ژورو او پخوانیو اړیکو لرلو په هکله ټول لوري پخلی کوي او په دې  هکله له پاکستانه د هراز همکارۍ  غوښتنه هم کوي.

اوس تازه اروپايي ټولنې له پاکستانه غوښتي چې پر طالبانو د خپل نفوذ په دردلو سره باید له دې ډلې د سولې لپاره لیکلې طرحه غواړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سرپرست استازي ټوماس نیکلاسون په خپلو تازه څرګندونو کې د سولې فرصت خورا کم بللی او زیاته کړې يې ده چې دا پروسه ځکه باید ګړندۍ شي چې ټول بهرني سرتیري له افغانستان څخه پر وتلو دي.

هغه اسلام اباد پر طالبانو د خپل نفوذ له امله هڅولی وو، چې باید له دې ډلې څخه د افغانستان د سولې لپاره لیکلې طرحه وغواړي او هغوی يې وړاندې کړي چې څه پکښي وایي.

په ورته وخت کې تیره ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم له پآکستانه تقریبا ورته غوښتنه کړې او ویلي يې وو، چې پاکستان دي پر طالبانو د خپل نفوذ لرلو له امله پر دې ډله فشارونه واچوي او د سولې پروسې لپاره دي کار وکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلو نویو څرګندونو کې  ویلی  چې پاکستان دي له طالبانو سره د ژورو اړیکو په درلودلو سره د افغان سولې سره مرسته وکړي او د دې اړیکي په استفادې دي د سولې برخه کې خپل رول ولوبوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال محمد امیري د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په ځواب کې تازه دا څرګندونې کړې، او زیاته کړې يې ده چې ډير مالومات شته چې د پاکستان او طالبانو یو له بل سره ژورې اړیکې ثابتوي.

امیري وویل پاکستان په وار وار ژمنې  کړې خو د خبرو له مطلبه يې داسې ښکاري چې نه دي عملي شوې خو اوس دي پر طالبانو له خپل نفوذه په کار اخستلو سره افغانستان د یوې پایدارې سولې لپاره اقدام وکړي، او د افغانستان په چارو کې دي لاس وهنه نه کوي

پاکستان تر دې وړاندې هم د افغان ولسمشر او نورو لوړ پوړو مسؤلینو له لوري  له طالبانو او ترهه ګرو ډلو سره پر اړیکه لرلو تورن شوی او دا تر لمر ښکاره خبره ده چې د افغانستان په څلويښت کلنه جګړه کې پاکستان مستقیم رول لري او دا جګړه مخ ته بیايي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More


fethiye bayan escort yalova escort yalova escort bayan van escort van escort bayan uşak escort uşak escort bayan trabzon escort trabzon escort bayan tekirdağ escort tekirdağ escort bayan şırnak escort şırnak escort bayan sinop escort sinop escort bayan siirt escort siirt escort bayan şanlıurfa escort şanlıurfa escort bayan samsun escort samsun escort bayan sakarya escort sakarya escort bayan ordu escort ordu escort bayan niğde escort niğde escort bayan nevşehir escort nevşehir escort bayan muş escort muş escort bayan mersin escort mersin escort bayan mardin escort mardin escort bayan maraş escort maraş escort bayan kocaeli escort kocaeli escort bayan kırşehir escort kırşehir escort bayan www.escortperl.com