The news is by your side.

باکر: پاکستان افغانستان کې شل کلنه جګړه او لاس وهنه وکړه

خبریال ویب پاڼه/له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته داسې اندېښنې شته چې پاکستان به بیا په ترهه ګري باندې لاس پوري کړي او خپلو تاوړه موخو  ته به دوام ورکړي.

د امریکا د کانګرس یوه پخواني غړي ډاناروهرا باکر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سرتیرو تر وتلو وړاندې باید ډاډ تر لاسه شي چې پاکسستان په افغانستان کې لاس وهنه او د ترهه ګرو ډلو ملاتړ نه کوي.

باکر زیاته کړه چې د پاکستان له لوري پر شل کلنه جګړه او د دوی پر لاس وهنه هیڅوک هم سترګې نه شي پټولای، او اوس باید نور پاکستان د ترهه ګرو له ملاتړه را وګرځول شي ځکه وخت يې دی.

د ډانا په خبره باید دا باور هم ترلاسه شی چې پاکستان نور په افغانستان کې لاس وهنه نه کوي، نوموړي د افغانستان ستونزه یوازي طالبان ونه باله بلکې د افغانستان جغرافیايي موقعیت د نړیوالو ګټې، له وسلوالو ډلو د بهرنیانو ملاتړ او داسې نور هغه څه دي چې په افغانستان کې يې سوله راوستل سخته کړې ده.

هغه له افغانانو د یوالي غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې د خپل مهم موقعیت په درلودلو سره باید نور د بهرنیو دسیسو ښکار نه شي.

دا امریکايي پخوانی چارواکی پر داسې  مهال دا څرګندونې  کوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پر بشپړیدو ده  او دې هېواد کې  تر بل هر وخت جګړو زور اخیستی او په ورځني ډول سره هره ورځ د سیمو او ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول کیږي، چې افغان دولت يې تاکتیکې شاتګ او بولي او زیاتوي چې ښايي دوی بیرته دا سیمې ونیسې.

اوسنی وضعیت

د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې دا مهال د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درنې جګړې روانې  دي او په دې هکله د دولت د چارواکو سره سره افغان ملت هم اندېښمن شوی که څه هم دولت د لاسه وتلې سیمې تاکیتکې شاتګ بولي خو اوس مهال هلته طالبان واکمن شوي دي.

که امریکايي سرتیري ټول له افغانستانه ووزي نو ښايي حالات تر دې هم خراب شي ولې امریکايي پوځي چارواکو ویلي چې په سختو شرایطو کې دوی کولای شي بیرته را وهم ګرځي

Comments are closed.