The news is by your side.

د امریکا او روسیې لپاره ترکیه د کابل هوايي ډګر لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی

خبریال ویب پاڼه/ یوه خبرې اژانس په دې خاطر چې ترکیې د کابل امنیتي مسؤلیت منلی ویلي چې امریکا به د ترکیې د دې پریکړي په هکله زیاته خوشحاله شوې هم وي ځکه تر دې وړاندې اندېښنې وې اوامریکا خپله ویلي وو، چې ښايي د کابل هوايي ډګر د نه خوندیتوب له کابله یو شمېر هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي خو که ترکیه دا چاره ترسره کړي نو بیا به هیڅ هېواد خپل سفارت ونه تړي.

رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د لوژستیکي او نظامي ملاتړ په لرلو سره ترکیه چمتو ده چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو چارې پر غاړه واخلي او خپل پوځیان افغانستان کې پریږدي.

راپورونه وايي چې ښايي امریکا په دې کار خوښه شوې هم وي او د نړۍ په یوه بله سیمه کې هېواد کې به هم د دمې او پښې ایښودلو ځای ولري او یوبله مهمه خبره داده چې ښايي دا د روسیې هېواد لپاره هم یوه مناسبه پریکړه وي

ترا وسه پوري په رسمي ډول سره څه نه دي ویل شوي خو د ناټوغړو هېوادونو په یوه پریکړه هم داسې ویلي چې د کابل هوايي ډګر ته به امکانات او مالي ملاتړ برابروي او ترکیې دا مسؤلیت واخیست چې دوی د دې هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه اخلي د ترکیې ولسمشر اردوغان حبریالانو ته په خبرو کې وویل چې د کایل  هوايي ډګر د مسؤلیت په برخه کې دوی ته باید پاکستان او هنګري هم ور ګډ شي او دا دوه هېوادونه به هم ورسره مرسته وکړي چې د کابل هوايي ډګر په چارو کې ورسره مرسته وکړي.

څو ورځې وړاندې هم اردوغان ویلي وو، چې دوی دې ته چمتوالی لري چې افغانستان کې امنیتي مسؤلیت واخلي ترکیه دا مهال د ناټو چوکاټ کې ۵۰۰ سرتیري لري چې د کابل هوايي ډګر د امنیت د مسؤلیت په اخیستلو سره به داهېواد په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر هم زیاتوي ځکه چې داسې اړتیا لیددل کیږي چې د کابل هوايي ډګر لپاره د سرتیرو شمېر باید زیات وي او ترکیه د هرڅه لپاره چمتوالی لري.

خو طالبانو وار له مخه ترکیې ته خبرداری ورکړی چې بایدله دې پریکړي په شا شي ځکه دوی ویلي هیڅ هېواد  د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حق نه لري چې  خپل پوځیان افغانستان کې پریږدي

Comments are closed.