The news is by your side.

عبدالله طالبانو ته: په زور واک ته نه شئ رسیدلی

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له ډيري چوپتیا وروسته د وروستیو جګړو او تاوتریخوالي په هکله اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې جګړه لویه تشه ظایع ده.

عبدالله عبدالله وویل چې طالبان نه شي کولای چې د جګړې له لارې واک ته ورسیږي، د ده په وینا چې جګړه ستره ضایعه ده او قربانیان یې یوازي خلک دي.

عبدالله وویل دا د خبرو وخت دی خو دا چې سوله بابیزه ګڼل کیږي دا یوه لویه تاریخي  ضایعه ده، نو باید په دې هکله پوره غوره وشي.

د افغانستان د ملي روغي جوړي شورا مشر وویل چې امریکايي ځواکونو وتلو پرېکړې ته موږ چمتو نه وو، او په چمتوالي کې بې غوري شوې.

د ده له انده د امریکايي ځواکونو وتلو پریکړې طالبانو ته داسې شرایط برابر کړل هغوی اوس داسې فکر کوي چې په زور کولای شي واک تر لاسه کړي خو داسې نه ده.

عبدالله عبدالله پس له ډیره انتظاره دا څرګندونې کړې او له طالبانو يې غوښتي چې باید د سولې خبرو ته کښېني تراوسه پوري د سولې په برخه کې هیڅ د پام وړ لاس ته راوړنه نشته ولې هیلې شته چې د سولې خبرې به نتیجه ورکړي.

د سولې خبرې

راپورونه وايي چې د طالبانو او دولت پلاوي د تماس ډلو ترمنځ یوه ناسته شوې او تمه ده چې نور پرمختګونه هم رامنځ ته شي خو تراوسه پوري څومره چې تمه ده د سولې خبرو برخه کې کار نه دی شوی ځکه چې د سولې هرڅومره غونډې تر سره شوې نو په افغانستان کې يې د جګړې اور ته کمبود نه دی ورکړی او د جګړې دا اور ورځ تر بلې خونړی کیږي نړیوال او یو شمېر سازمانونه وایي که چیري په افغانستان کې د سولې لپاره کوم کار تر سره نه شي نو په دې هېواد کې به یو لوی بشري ناورین رامنځه ته شي ځکه چې حالات ورځ تر بلې خونړۍ کیږي او د جګړو ډیر زیان افغانستان کې ملکي وګړو ته اوړي.

په دې وروستیو کې چې د تاوتریخوالي پیښي زیاتي شوې ورسره سم د ملکي تلفاتو برخه کې هم ډیر والی راغلی او زیات شمېر ملکیان زیانمن شوي دي

Comments are closed.