The news is by your side.

د رونالډو یوه حرکت کوکولا کمپنۍ تر ۴ میلیارده ډالر زیاته تاواني کړه

خبریال ویب پاڼه/ پوټبال د نړۍ د ورزش باچا او افسانوي لوبغاړي يې سلطان بلل کیږي د پوټبال نړۍ افسانوي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو تیره شپه د یوه خبرې کنفرانس په ترڅ یوازي په یوه حرکت کوکولا کمپنۍ میلیاردونه ډالر تاوان کړه.

روانالډو ماښام دوه ګذاره وکړه هغه د هنګري خلاف د خپل هېواد پرتګال لپاره د پوټبال لوبه په ښه توپیر وګټله دايې لومړی ګذار وو، خو کله چې هغه د کنفرانس ځای ته راغلی ګوري چې د کوکولا بوتلونه پراته دي هغه يې د میز له سره لیري او اوبه يې پورته کړې.

هغه خلکو ته د کوکولا پر ځای د اوبو څښلو توسیعه وکړه او ویې ویل چې د وروغتیا له خاطره باید اوبه وڅښل شي د رونالډو له دې حرکت وروسته کوکولا کمپنۍ سخت ګذار خوړلی او اعلان هم  وکړ چې د رونالډو دې حرکت ورته سخت زیان اړولی.

د کوکولا کمپنۍ ډیر څه نه دي ویلي خو اعلان يې وکړ چې څلور بیلیونه ډالر تاوان يې کړی او دا لړۍ لاهم کښه ته روانه ده د کمپني  مسؤلین وايي چې د دوی سحم نړیوال بازار کې له ۲۴۲ میلیارده ډالرو څخه ۲۳۸ میلیارده ډالرو ته لویدلی او دا لویدل لاهم ادامه لري.

رونالډو ښايي یوازي د خلکو د روغتیا لپاره دا کار کړی وي خو برعکس میلیاردونه ډالر زیان يې کوکولا کمپنۍ وګاله او کله چې په نړیواله کچه دا کمپنۍ د بحث وړ شوه ښايي ورته نور تاوانونه هم پرلاره وي، تراوسه د کمپنۍ د اعلان وروسته رونالډو په دې هکله څه نه دي ویلي.

د رونالډو محبوبیت

تقریبا د نړۍ په کچه به رونالډو یوازنی کس وي چې زیات محبوبیت لري او خلک يې پيژني رونالډو د پرتګال هېواد دی او شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري او د نړۍ یو له هغه پوټبالرانو څخه دی چې څو کلونه سره پر سر د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې همم ګټلې ده هغه اوس د ایټلي په یوه پوټبال کلب یونټوس کې لوبیږي او د پرتګال د ملي لوبډلې لوبډل مشر هم دی.

د ټولنیزو رسنیو لویه شبکه فېسبوک چې د نړۍ په کچه ډیر کاروونکې لري رونالډو د اشخاصو په نوملړ کې تر ټولو مخکښ دی او د۱۴۸ میلیونه کسانو په لرلو سره لویه پاڼه لري

Comments are closed.