امریکا د ترکیې د کومې پریکړې هرکلی کړی
خبریال ویب پااڼه/ امریکا د ترکیې د هغه ښکاره ژمنې هرکلی کړی چې اوس تازه یې کړې ده، او ویلي یې دي چې ترکیه افغانستان کې امنیت منلو ته اماده او غواړي مسؤلیت واخلي.
په دې وروستیو کې ترکیې وغوښتل چې د کابل هوايي ډګر امنیتي مسؤلیت پر غاړه امریکا ورسره هممهاله ویلي چې د ترکیې د دې پریکړې هر کلی کوي.
ترکیې ویلي چې مالوم شمیر ځواکونه په افغانستان کې پریږدي او د کابل هوايي ډګر امنیتي مسؤلیت او نورې چارې پرغاړه اخلي ناټو بیا ویلي چې د کابل هوايي ډګر لپاره مالي امکانات او لوجستیکي امکانات برابروي چې د ترکیې هم همدا یوازنی شرط وو.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ویلي چې بایډن له اردوغان سره په دې اړه لازمې ژمنې کړې دي جګ سلیوان ویلي چې د ترکیې د دې پریکړې هرکلی کوی.
د کابل هوايي ډګر امنیت او اندېښنې
موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د کابل د هوايي ډګر په هکله اندېښنې شریکې کړې او زیاته يې کړه چې یو شمېر هېوادونه ښايي کابل کې خپل سفارتونه له دې امله و تړي چې د کابل هوايي ډګر امنیت خوندي نه دی.
په دې هکله د ناټو ژمنې پرځای خو تراوسه پوري دومره څوک نه وو، پیدا شوی چې د کابل هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه واخلي خو اوس چې د ناټو د مرستو سره سره د ناټو یو غړی هېواد دې ته چمتو شو چې دا مسؤلیت واخلي په هکله یې نړیواله ټولنه او امریکا خوښي څرګنده کړې او د دې ګام هرکلی یې کړی دی.
رجب طیب اردوغان په خپلو څرګندونوو ویلي افغانستان کې مسؤلیت اخیستلو ته چمتو دی او غواړي چې د لوجستیکي او نورو امکاناتو په ورکولو سره دا مسؤلیت په ښه توګه سره ترسره کړي.
ترکي سرتیري ترکیه د ناټو چوکاټ کې دا مهال افغانستان کې ۵۰۰ سرتیري لري چې د دې مسؤليت په اخستلو سره ښايي د خپلو سرتیرو شمېر هم زیات کړي د هوايي ډګر د ساتلوو لپاره داسې فکر کیږي چې ډیرو سرتیرو درلودلو ته اړتیا ده او ترکیه به کوښښ وکړي چې له ۵۰۰ څخه زیات سرتیري افغانستان کې ولري چې په دې سره به نوي سرتیري هم افغانستان ته راولي
Comments are closed.