The news is by your side.

کیم جونګ اون: له امریکا سره د جګړې اعلان وکړ

خبریال ویب پاڼه/ کیم جونګ اون ویلي له امریکا سره هرې معاملې لپاره باید تیاری هغه وویل چې د امریکا سره د خبرو او جګړې لپاره باید شمالي کوریا چمتوالی ولري.

د شمالي کوریا مشر د کارګر ګوند په کنګره کې امریکاسره په سیاسي اړیکو د غور کولو نه وروسته د واشنګټن سره د اړیکو په اړه وروستی تصمیم نیسي.

اونګ په خپل نوي دریځ کې ویلي چې له امریکا سره هم جګړې او هم خبرو ته پوره چمتوالی باید ولري او پر موقع ترې کار واخلي.

سهیلي کوریا بیا ویلي چې د شمال کوریا له وروستیو دریځونو داسې ښکاري چې غواړي له امریکا سره ټول موضوعاتو د خبرو له لارې حل کړي او ورسره خبرې وکړي.

له ډیر وخته را په دې خوا د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ اړیکې له ډیره وخته را په دې خوا اړیکې ترینګلې دي او امریکا تور پوري کړی چې شمالي کوریا اټومي وسلې جوړوي چې دا د نړیوالو اصولو خلاف کار دی.

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ اړیکي په وروستیو کلونو کې خوندورې نه وې او همدارنګه د ډونالډ ټرمپ په دوره کې کیم جون اون سره لیدلي او پر مهمو موضوعاتو باندې يې هلته خبرې وکړې.

تراوسه پوري د دې هېوادونو ترمنځ یو وخت اړیکې دومره هم خرابې شوې چې ترمنځ يې د جګړو رامنځ ته کیدلو امکان هم وو.

امریکا ویلي چې په نړۍ کې به داسې چاته اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې جوړې او د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه وکړي ایران او شمالي کوریا اوس مهال هغه هېوادونه دي چې امریکا ورسره ښې اړیکې نلري او زیات بندیزونه یې پرې لګولي  او ویلي یې دي چې دواړو ته به اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې جوړې او نړیوال امنیت ته ګواښ رامنځ ته کړي.

ایران او شمالي کوریا چې له امریکا سره اړیکې خوندورې نه دي او هر وخت يې د دې هېواد پر وړاندې د کلکو اقداماتو ویلي.

ایران او  شمالي کوریا وايي چې اټومي وسلې نه جوړوي او اټومي پروګرام يې سوله ییز او اټومي وسلې نه جوړوي خو امریکا ځکه پر دې هېوادونو يې بندیزونه ولګول چې له نړیوالو قوانینو په سرغړونه سره اټومي وسلې جوړوي

Comments are closed.