The news is by your side.

قریشي: له طالبانو سره ناځواني وکړه

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې تل يې د طالبانو پر کوټه اچولې تازه ویلي چې د طالبانو د جګړې ملاتړی نه دی  او باید دا ډله هرڅه د خبرو له لارې حل کړي.

هغه نن د انتالیا ناستي په څنډه کې د هېواد د ملي روغې جوړي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال دا څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې هېواد يې د افغانستان سولې ټينګیدو برخه کې هراز همکارۍ ته چمتو دی.

شامحمود قریشي د طالبانو د نه ملاتړ او همدارنګه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سیاسي حل غوښتوونکی او هیڅکله د پوځي لارې او طالبانو تسلط طرفداره نه دی.

ویل شوي چې د سیمې په اړه د پاکستان سیاست تغیر کړی او د سیمې اقتصادي ګټو ته په کتلو سره له افغانستان سره مرسته کوي چې سوله او ثبات پکښي راشي.

تر دې وړاندې هم پاکستان طالبان او افغان دولت دواړه پر یوه وخت د خوشحاله ساتلو کوښښ کړی خو ټولې ګوتې په خوله نه ننوزي ځکه نو  پاکستان به د خپلې پالیسۍ مطابق نور نه ځي او کومې ژمنې چې يې کړې باید په عمل کې ثابتې کړي.

که څه هم تراوسه پوري کلونه کلونه تیر شول خو د پاکستان له لوري ثابت قدم هیڅ وخت وا نه خیستل شو نو اوس هم هیڅ تمه نشته چې دا هېواد دي یو څه وکړي.

پاکستان د افغانستان په معضله کې په یوه تور نوم لیکل شوی نوم دی په دې وروستیو کې د پاکستان له بد مخه  پرده پورته کوونکې زیات شوي او کوښښ شوی چې پاکستان د ترهه ګرو د ملاتړي په نوم ټولې نړۍ ته ور وپېژندل شي، ځکه نو دوی په سیمه کې د خپل کک سیاست د بدلیدلو خبره کړې.

پاکستان رښتیا تغیر کړی

پاکستان خپلو ګټو ته په کتلو سره موقتي بدلون ښايي وکړي خو خپل مستقیم لوري ته هیڅ وخت تغیر نه ورکوي ځکه د دوی ګټې همدا مستقیمه او له ترهه ګرۍ څخه ډکه پالیسي ده اوس کوښښ کوي چې د افغان سولې کیسه له خنډونو ډکه طالبان د جګړې لپاره تجهیز او افغان دولت په څه ناڅه ژمنو خطا کړي خود دوی له لوري هر ژمنه موقتي او حیات نلري

Comments are closed.

koi finance