The news is by your side.

د طالب تاوتریخوالی، د امریکا د بیا راتګ لامل  

خبریال ویب پاڼه/ امریکا خپله اعتراف وکړ چې دوی طالبان په ازمون کې اچولي او غواړي دوی و ازمویي خو پایله یې دا شوه چې امریکا اوس پر دې کار کوي او پلان جوړوي چې  څنګه بیرته افغانستان ته راشي او  همدارنګه سل قانوني لارې سنجوي چې افغانستان ته خپله اړتیا په ګوته کړي.

پر طالبانو د امریکا تورونه

د دوحې هوکړه کې طالبانو او امریکا ژمنه وکړه چې دا ډله به پر لویو ښارونو بریدونه نه کوي او له القاعدې سره به خپلې اړیکې پرې کوي خو طالبانو دواړه وکړل د امریکا په خبره طالبان اوس هم له القاعده سره اړیکي لري او همدارنګه يې تاوتریخوالی اوج ته رسولی نژدې اوس مهال په ټول افغانستان کې د نا امنۍ پیښې رامنځ ته کیږي.

امریکا او نړي د ملګرو ملتونو په ګډون په وار وار د افغانستان په وروستیو نا امنیو اندېښنه څرګنده کړې او  روان تاوتریخوالی يې د منلو وړ نه دی بللی او که بیا امریکا راځي نو لومړی به افغانستان او بیا ملګري ملتونه ورته زاري کوي ځکه امریکا دا ښکاره خبره ده چې افغانستان نه پریږدي افغانستان کې که څه هم د دوی مصارف زیات ول ولې ځان تلفات یې هومره نه ول خو اوس ورته نوې بهاني د طالبانو جګړو پیدا کړې چې یوه لویه اندېښنه يې د القاعده ډلې بیرته راپورته کیدل دي.

د امریکایانو وروستۍ څرګندونې

مارک میلي تازه په خپلوڅرګندونو کې ویلي چې دوی خپل یوه اندازه سرتیري په افغانستان کې پریږدي موده وړاندې د پنټاګون یوه مرستیال او همدارنګه د امریکا د سنا مجلس یوه غړي وویل امریکاافغانستان ته د بیرته تګ تصمیم هم لري د دې هېواد د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال کېنټ مکینزي په خپل تازه دریځ کې طالبان ازمون کې وبلل او زیاته یې کړه څنګه چې دوی له افغانستانه د ټولو سرتیرو د وتلو پلان جوړ کړی نو دوی له افغان ځواکونو سره نه یوازي چې مرسته کوی بلکې د اړتیا په وخت کې  يې د بیرته تللو لپاره هم چمتوالی نیولی، د امریکا دریځ وړاندې یوازي دا وو، چې دوی خپل ټول سرتیري ډیر ژر له افغانستانه وباسي او له دې هېواد سره لږ اندازه مرسته وکړي خو کله چې یو شمېر ولایتونو کې نا امني اوج ته ورسیده امریکا هم خپله چوپتیا ماته کړه او ویې ویل چې د افغانستان امینتي وضعیت د منلو وړ نه دی او پردې فکر کوي چې څنګه بیرته افغانستان ته ولاړ شي.

نظریات

ډیری پوهان په دې اند دي چې امریکا په اسانۍ سره له افغانستانه نه وزي او دا هېواد نه خوشي کوي خو د دوی هدف یوازي دا دی چې خپل ځان او سرتیري یې له خونړۍ جګړې څخه لیري کړي دوی کولای شي چې د طالبانو په ډله په سرمایګذاري سره سیمه کې خپلو ټولو موخو ته ځان رسولی  شي.

کله چې  طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی نو امریکا او نورو هېوادونو لپاره یې د بیا پاتيدلو تر ټولو ښه زمینه برابره کړې ځکه هغوی وایي د لته جګړه او نه شي کولای چې افغانستان یوازي پریږدي نو له همدې امله  غواړي چې هغه که هرڅومره  لږ اندازه وي په افغانستان کې وساتي او دا هېواد تر خپل کنټرول لاندې وساتي ځکه نو ویلای شو چې د امریکا ته تر ټولو ښه زمینه د طالبانو وروستیو جګړو مساعده کړې ده

Comments are closed.