The news is by your side.

پاکستان کې د مسعود په نوم سړک په ډاګه کړل چې نژدې دوستان ول

خبریال ویب پاڼه/ له فرانسې هېواد وروسته پاکستان هم د یوه ګام په اخستلو سره د یوه جهادي قوماندان احمدشاه مسعود په نوم کوم سړک نوموي چې د پاکستان د دې کار هرکل د مسعود کورنۍ هم کړی دی.

د قوماندان مسعود پلویان که څه هم اوس دا دعوه کوي چې هغه د پاکستان خلاف شخص وو، خو پاکستان له خپل دوست سره وفاداري ثابتوي او د دې قوماندان په نوم یوه جاده نوموي.

دا محلي قوماندان د امریکا کې د سپټمبر میاشتي تر پیښي ایله څو ورځې وړاندې د دوه عربو له لوري د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو، هغه مهال په افغانستان کې طالبان واکمن ول.

له دې څخه څرګنده شوه هغه ادعا وي چې د دې قوماندان په هکله کیدلې چې د مقاومت پر وخت او د ژوند تر پایه يې له پاکستان سره نژدې اړیکې درلودې په ډاګه شوې او داسې و پتېل شوه چې قوماندان مسعود د پاکستان سړی او هغه هېواد ته یې کار کاوه.

پاکستان له هغه څه څخه پرده پورته کړه چې اوس ډير افغانان يې په هکله مغشوش ول تر اوسه پوري د دې کس په نوم فرانسه کې هم یو سړک نومول شوی چې پاکستان ترې زده کړل.

مالومات ښيي چې د سردمحمداود خان د واکمنۍ پر مهال او د دې واکمنۍ پر خلاف احمد شاه مسعود جنګي روزنه لیدلې او د ژوند یوه برخه يې په دې هېواد کې تیره کړه او د هغه مهال له استخباراتي او پوځي مشرانو سره يې نژدې اړیکې درلودې.

کله چې احمد شاه مسعود ووژل شو نو  ورسره سمدلاسه موده پس امریکا افغانستان کې د طالبانو واکمني نسکوره کړل او کلونه وروسته چې کله چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر وو، دا قوماندان د نوموړي له لوري د افغانستان د ملي اتل په نوم ونومول شو، چې د کرزي له دې کار سره هغه مهال او اوس عام افغانان سخت مخالف وو.

عام افغانان وايي چې د ملي اتل لقب یوه محلي قوماندان ته ورکول یو نوعه تپل او دوی د افغانستان په تاریخ کې واقعي اتلان لري چې باید دا لقب ورکول شي مګر تراوسه لاهم د یو شمېر دولتي چارواکو له لوري د سنبلې ۱۸ نېټه د احمدشاه مسعود تلین په همدې نوم لمانځې

کوم سړک چې د احمد شاه مسعود په نوم نومول کیږي د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې موقیعت لري او پاکستان به يې د خپل پخواني ملګري مسعود په نوم کړي.

Comments are closed.