د هند د مرستو لومړۍ جوپه هېواد ته را ورسېده
خبریال وېب پاڼه/له هند څخه د ۷۵ زره تنو د مرستو له بکسې لومړۍ جوپه یې را ورسېده.
تېره اونۍ هند افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته را بار کړې وه چې نن دوشنبه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۰ مه نېټه یې لومړۍ جوپه نیمروز ولایت ته را ورسېده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي اداره په خپل تازه بیان کې د دغو مرستو د را رسېدو پخلی کوي او وایي چې له هند څخه به د ۷۵ زره ټنو مرستې په را روانې وي. د اوس لپاره له دغو مرستو څخه ۵۰ موټره غنم نیمروز ولایت ته را ورسېدل.
د روانې اپرېل میاشتې په ۱۰ مه نېټه د هند د کرنې او مالدارۍ وزیر په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان او لبنان ته به د ډیپلوماتیکو اړیکو پر بنسټ غنم واستوي.
دا په داسې حال کې ده د کرونا وبا په خپرېدو سره له نړۍ سربېره افغانستان هم له اقتصادي اړخه په ملیونونه ډالره زیان ولید چې دې حالت په بازار او مارکېټونو باندې هم ژور اغېز وشینده. د اقتصاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د خوراکي او لومړنیو ارتزاقي توکو په بیو کې تر اوسه ۲۰ سلنه لوړووالی راغلی چې دې حالت د خلکو ژوند د بېوزلۍ او فقر په لور بېولی دی.
تېره میاشت کې له عربي متحده اماراتو، چین او ازبکستان څخه هم افغانستان ته مرستې راغلې وې دغې هېوادونو له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه او نورو بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی ؤ. د ازبکستان له مرستې را رسېدو سره سم په کابل کې د دغه هېواد سفیر ویلي وو چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي.
کرونا اوس مهال د ټولې نړۍ لپاره په لوی لوی سرخوږي اوښتې ده او ټولې چارې یې درولې دي. تېره اونۍ د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې دې د کرونا پر وړاندې محدودیتونه نور هم وغځوي.
افغانستان کې هم د کرنتین موده له ټاکلې مودې دری اونۍ نوره هم وغځول شوه.
تېره اونۍ د بهرنیو چارو وزارت هم دغې غنمو د چټک لېږد او د ترانزیټ د آسانتیاوو لپاره لاس په کار شوي ؤ او د هند، ایران او افغانستان سفیرانو ته یې ویلي چې په چابهار بندر کې د دغې مرستو د را واردولو لپاره خپل دین او همکاري ادا کړي.
هند په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک دوست هېواد دی چې له سیاست سربېره په فرهنګي، اقتصادي، وارداتي او ګڼو نورو برخو کې له افغانستان سره ژورې تاریخي اړیکې لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.