The news is by your side.

افغانستان د کرونا تشخیص کېټونو ته سترګې په لاره دی

خبریال وېب پاڼه/ د عامې روغتیا وزارت وايي نن به هېواد ته د کرونا تشخیص کیټونه ورسیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان له خوا ورکړل شوي د کرونا د تشخیص پنځه زره کیټونه به نن هیواد ته راورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې هرات او بلخ ولایتونو کې سیمه اییزو چارواکو د تشخیصي کیټونو د کموالي له امله شکایت لاره.

له دې سره د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په کوویډ١٩ ناروغۍ نږدې ۶۰ اخته شوي، څلویښتو کالونو څخه ښکته عمر لرونکي ځوانان دي.

د عامې روغتیا وزارت، د هېواد د جمعیت ځوان والۍ او ایران څخه د ځوان کډوالو راستنېدل د ځوانانو د اخته والي د لوړې شمیرې لامل بولي.

په هېواد کې په کرونا ویروس باندې د شکمنو کسانو د پایلو ازمایښت ځنډ او همدارنګه د روغتیايي توکو کموالي اندېښنې زیاتیږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې نن به پنځه زره ډالۍ شوي کیټونه هم د روغتیا نړیوال سازمان له لوري راورسیږي.

که څه هم دا وزارت مني چې په اوس مهال کې د تشخیص اندک توکي په واک کې لري.

په ورته وخت کې بیا په افغانستان کې په کرونا ویروس باندې اخته کسان ډېر شمېر یې ځوانان دي.

د عامې روغتیا وزارت د هېواد د ځوان نسل ډېروالی بیا د دې کار لامل بولي بل خوا بیا هغه کډوال چې له ایران څخه راستانه شوي دي ځوانان دي.

لومړنی کس چې د تېر کال کب میاشت کې یې د کرونا ټیسټ مثبت اعلان شو یو ۳۵ کلن و او له ایران څخه راستون شوی و.

تر اوسه پورې چې په هېواد کې به کرونا ویروس باندې اخته کسانو له ډلې اووه تنه له یو نه تر اوه کلونو پورې عمر لري، ۵۹ تنه بیا ۱۰ -۱۹ کلونو پورې عمر لري، ۲۵۶ تنه کسان بیا ۲۰-۲۹ پورې عمر لري، ۳۱ تنه بیا دېرش کال عمر لري او همدارنګه نور پاتې نارغان هم شته چې عمرونه یې د بېلا بېلو کلونو ترمنځ دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې د هرات او بلخ سیمه اییزو چارواکو د تشخیصه کیټ د کموالي څخه نیوکې کړې وې د فاریاب والي هم ویلي دي چې له لسو ورځو ورسته په کرونا ویروس د شکمن کس آزمایښت بیا هم نه روښانه کیږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په افغانستان کې د نړیوال روغتیا سازمان له استازي ډاکټر ریک پپر كورن او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په کتنه کې فیروز په هېواد کې د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت ننګونې او اړتیاوې د نړیوال روغتیا سازمان له استازي سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د دې ادارې د لا زیاته همکارۍ غوښتنه وکړه.

ډاکټر پپر کورن په افغانستان کې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د سازمان په ژمنتیا هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ۵ زره  د RNA کیټونه به سبا هیواد ته راشي

او دغه کیټونه به په ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره بدخشان، هلمند او بامیان ته چمتو او ولیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.