The news is by your side.

بلخ او تخار کې ٣٤ ولسي پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/ تېره شپه د تخار خواجه غار ولسوالۍ اړوندو کې د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې ده.

د تخار والي ویاند جواد هجري وایی چې د خواجه غار ولسوالۍ اړوندو کې د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته کې نوولسو پاڅون کوونکو ژوند بایللی او پنځه نور کسان یې ژوبل شوي دي.

دغه راز نوموړی زیاتوي چې مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسیدلي او وضعیت د ډاډ وړ دی.

خو ملي دفاع وزارت بیا وايي په دغه نښته کې ۱۷ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې سره بیا د بلخ ولایت شولګرۍ ولسوالۍ کې هم د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته شوې ده چې په کې نهه تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون پنځه تنه نور په کې ژوبل شوي دي.

سیمه اییزې سرچینې وایي، چې د شولګرې ولسوالۍ دالان کلي ته د مرستو رسولو ټولې لارې تړلې دي.

خو د بلخ سیمه اییز چارواکي وایي، دوی هڅه کوي چې د چهار کېنټ ولسوالۍ له لارې خلکو ته مرستې ورسوي.

د ارزګان د والي ویاند، زړګی عبادي وايي چې ترینکوټ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید په پایله کې ۵ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې بیا د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکیانو مرګ ژوبلې ته د اندېښنې په څرګندولو سره وایي د دولت وسله وال مخالفین او غیر مسؤوله وسله وال کسان د دیارلسو ملکیانو د وژنې او دریو نورو ملکي کسانو د ټپي کېدو عاملین دي.

په دې ترڅ کې، د حکومت اړوند ځواکونه هم د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو عامل بلل شوي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د یوې اعلامیې په ترڅ کې بیاځلې د ملکیانو وژنه جګړیز جنایت بللی او د دولت له وسله والو مخالفینو یې غوښتي چې د سړک غاړې ماینونو څخه ګټنې سره د ملکیانو د وژنې او ترور څخه لاس په سر شي.

دغه کمېسیون له حکومته هم غواړي چې درنو وسلو څخه ګټنه کې احتیاط سره، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دوسیو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي او د غیر مسؤوله وسله والو د فعالیت مخنیوی وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.