The news is by your side.

د طالبانو د بریدونو زیاتېدل او د بشري ناورین خطر

خبریال وېب پاڼه/په داسې حال کې چې حکومت د کرونا پر وړاندې مبارزې ته تمرکز زیات کړی، طالب اورپکو په امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې طالب اورپکو په ګڼو پوستو باندې بریدونه کړي او شو شمېر سرتېري یې شهیدان کړي دي.

د ارزګان د والي ویاند د دغه ولایت په ترینکوټ کې د وسلوالو طالبانو لخوا پر د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید خبر ورکوي، نوموړی وایي چې په یاد شوي برید کې ۵ پولیس سرتېري شهیدان شوي او دری نور ټپیان شوي هم دي.

په ورته وخت کې د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري هم په یاد ولایت کې پر افغان ځواکونو د برید کولو خبر ورکوي. نوموړی وایي چې طالبانو تېره شپه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې برید کړی دی چې له امله ۱۹ سمه ییز پولس شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان دي.

طالب اورپکو وروسته له هغه خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې تېره میاشت یې له امریکا سره د سولې لومړنی هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې د طالبانو او دولت د بندیانو له تبادلې سربېره د تاوتریخوالي د کمېدو یادونه هم شوې وه خو برعکس د پخوا په پرتله دغې ترهګرې ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او په ټول هېواد کې یې ګڼو ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته د سر زیان اړولی دی.

په داسې حال کې چې د امریکایي ځواکونو پر وړاندې د طالب اورپکو ټول بریدونه او تاوتریخوالی صفر شوي دي، په ولسي کچه د افغانانو تمه وه چې طالبان به نور د خپلو هېوادوالو پر وړاندې وسله پورته نه کړي، خو دغې اورپکې ډلې د عامو افغانانو دا فکر هم غلط ثابت کړ او خپلو بریدونو ته یې دوام ورکړ.

دوه ورځې وړاندې د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي وو چې یوازې د تېرې اونۍ په ترڅ کې د طالبانو لخوا ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي هم دي.

بل پلو د بلخ ولایتي چارواکي وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په شولګره ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې ۹ سرتېري یې شهیدان کړي دي او د یوه ماشوم په ګډون ۵ نور کسان په دغه برید کې ټپیان شوي هم دي. افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبره هم کوي خو د کره شمېر په هکله یې څه نه دي ویلي.

په هېواد کې د طالب اورپکو لخوا وروستیو بریدونو او د په ۲۳ ولایتونو کې د مخابراتي شبکو بندولو خلک سخت اندېښمن کړي دي.

حکومت او روغتیایي بنسټونه اندېښنه لري چې د طالبانو د بریدونو له زیادښت سره په لرې پرتو سیمو کې د کرونا له امله لوی بشري ناورین را منځته نه شي. څه د پاسه یوه میاشت مخکې ولسمشر هم په دغه وسلواله ډله باندې غږ کړی ؤ چې تاوتریخوالی کم کړي تر څو د کرونا له امله بشري ناورین را منځته نه شي خو طالب اورپکو د ولسمشر وړاندیز رد کړ او په جګړه کې یې خپله ګټه اعلان کړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.