The news is by your side.

مایار په سروبي کې د کرونا د ۴۰ قربانیانو خبر رد کړ

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزارت کابل په ختیځه څنډه کې پرته سروبي ولسوالۍ کې د کرونا له امله د ۴۰ کسانو مړینه رد کړه.

تېره ورځ ځینو رسنیو خبر ورکړی ؤ چې ګواکې په سروبي کې د کورنا وبا څه کم ۴۰ کسان وژلي دي او ګڼ شمېر نور پرې اخته دي خو د عامې روزغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار دا خبرونه بې بنسټه بولي.

پرون د ولسمشرۍ لومړي معاونیت کې یوې سرچینې ویلي وو چې په سروبي کې د کرونا له امله لوی شمېر کسان وژل شوي دي او تر هغې هم زیات کورونه په دغې وبا باندې اخته شوي دي.

سرچینې ویلي وو چې له دغې پېښې وروسته سیمې ته روغتیایي پلاوی تللی ؤ او تر څېړنې وروسته یې موندلې وه چې په سروبي کې له څه کم ۴۰ کسان کرونا وژلي دي او د دوی اکثر کورنۍ هم په دغه وبا لړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سروبي ولسوال هم رسنیو ته په خپل بیان کې د خلکو له خولې د پېښې هرکلی کړی ؤ او ویلي یې وو چې په دغه ولسوالۍ کې ۳۵ داسې کسان مړه شوي دي چې د کرونا ویروس نښې نښانې یې لرلې. نوموړي همداراز ویلي دي چې په رسمي توګه په دغه ولسوالۍ کې تر دې دمه ۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې دری کسان مړه شوي او پاتې پینځه کسان بېرته رغېدلي دي.

تر دې مهاله په ټول هېواد کې د کرونا څه د پاسه زر مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې وروستۍ ۹ مثبتې پېښې یې په ترتیب سره څلور د کونړ، څلور د لغمان او یوه له ننګرهار څخه ثبت شوې دي. له کرونا څخه تر اوسه څه د پاسه ۳۲ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات کسان ورڅه بېرته جوړ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ته د کرونا پر وړاندې مبارزې ته بودیجوي واکونه هم زیات شوي دي. دې سره د عامې روغتیا وزیر کولی شي چې تر شاوخوا ۷ زرو پورې نوي کارمندان هم په روغتیایي چارو کې وګوماري او د کرونا مبارزې ته ولایتي ریاستونه هم را منځته کړي.

تر دې دمه په ټول هېواد کې د کرونا ۷ ځانګړي لابراتوارونه فعالیت کوي چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په نیږدې راتلونکي کې به دغه شمېر تر ۱۵ پورې لوړ شي او په راتلونکو ۴۰ ورځو کې به یې شمېر د هېواد په کچه ۳۰ ته لوړ شي.

په سروبي کې د کرونا له امله د ډېر شمېر مړینې له خبر سره سم د عامې روغتیا وزارت په دغه ولسوالۍ کې د یو شل بیستریز روغتون د پرانیستلو خبر هم ورکړی ؤ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.