The news is by your side.

چین افغانستان ته روغتیایي کار کوونکي را لېږي

خبریال وېب پاڼه/چین د یو تازه اقدام له مخې افغانستان ته د روغتیایي توکه دویمه جوپه او روغتیایي پرسونل را لېږي.

 په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې له چینایي چارواکو سره یې خبرې کړې دي او تمه ده د دوی تجربې او روغتیایي مرستې هېواد ته را جلب کړي.

ښاغلی قایم وایي چې اوس مهال د چین له چارواکو سره په دې خبرو بوخت دی چې د روغتیا په بېلا بېلو برخه کې د دغه هېواد مرستې او همکاري ترلاسه کړي. نوموړي ویلي چې ښایي چین په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې لپاره خپل روغتیایي پرسونل افغانستان ته ولېږي.

چین د افغانستان ګاونډی او لوی اقتصادي هېواد دی چې له افغانستان سره له سیاسي چارو سربېره په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې اړیکې ژورې لري.

تېره میاشت په کابل کې د چین سفیر له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال هم د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د هر راز مرستې لپاره ټټر وهلی ؤ. چین هغه هېواد دی چې په لومړي ځل د کرونا ویروس په کې را پیدا شو او له دریو میاشتو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان لخوا په نړیواله وبا وپېژندل شو.

کرونا تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې تر ۱۶۵ زرو زیات کسان وژلي او تر دوه ملیونه او دری لکو زیات کسان پرې اخته دي. په وژل شویو کسانو کې تر ټولو زیات یې له امریکا څخه دي چې شاوخوا ۴۱ زره کسان یې په کې وژلي او تر ۷۴۶ زرو زیات ورباندې اخته هم دي.

دا په داسې خال کې ده چې په اروپا کې بیا د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۰۰ زرو اوړي. څه د پاسه شل زره کسان په آسیایي هېوادونو او نوره نړۍ کې د کویډاـ۱۹ له امله وژل شوي دي. د آسیا په کچه ایران، چین، ترکیه او ځینې نور هېوادونه د کرونا تر سخت برید لاندې راغلي دي.

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې تر زرو اوښتې دي او شاخوا ۳۵ کسان یې وژلي هم دي. له دغې ناروغۍ څخه د ټول هېواد په کچه تر ۱۵۰ زیات کسان بېرته رغېدلي هم دي.

چین تر دې وړاندې هم افغانستان ته د روغتیایي توکو یوه بسته را لېږلې وه.

ښاغلی جاوید احمد قایم وایي چې تازه یې دغه هېواد ته وړاندیز کړی چې افغانستان ته د کرونا مبارزې لپاره ډاکتران ولېږي، چې په وینا یې اوس چینایي چارواکي په همدې خبره غور کوي. نوموړي هیله ښودلې ده چې د چین چارواکي به یې غوښتنې ته هرکلی ووایي او افغانستان ته به له درملو سربېره روغتیایي پرسونل هم ولېږي.

نوموړی همدازا وایی چې د چینایي روغتیا پالانو لخوا له افغان ډاکترانو سره د ویډیویي کانفرانسونو له لارې اوس هم د چین له لوري همکاري دوام لري. چین د کرونا بر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره د ډېرو مرستو ژمنه کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance