The news is by your side.

کاناډا کې یوه بریدګر ۱۳ کسان ووژل

خبریال وېب پاڼه/د کاناډا په نووا سکوشیا ایالیت کې یوه بریدګر دریالسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر یې ټپیان کړي هم دي.

کاناډایي چارواکي د دغه هېواد په نوودا سکوشیا ایالت کې له یوه خونړي برید خبر ورکوي چې له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي او ویل کېږي چې ښایي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي. په پېښه کې خپله بریدګر هم وژل شوی دی.

د ګبریل ورتمن په نوم دغه ۵۱ کلن کس د پولیسو له جعلي یونیفورم څخه په استفادې د نوودا سکوشیا په ایالت کې پر خلکو ډزې پیل کړې او له یو ځای څخه بل ځای ته یې د خپل موټر نه استفاده کوله. ویل کېږي دغه برید ۱۲ ساعته دوام وکړ تر دې چې د کاناډایي پولیسو لخوا له پښو وغورځېد.

دغه برید د شنبې په ورځ پیل شو او د ۱۲ ساعتونو لپاره به بریدګر کله په یو او کله بل ځای کې پر عامو خلکو ډزې کولې. د نوودا سکوشیا ایالت پولیسو په لومړیو کې د بریدګر د ژوندي نیولو خبر رسنیز کړ خو بیا وروسته یې وویل چې بریدګر هم وژل شوی دی.

پولیس وایي دا چې برید د اوږدې مودې لپاره دوام وکړ، ښایي په ځینو نورو ځایونو کې هم مړي وموندل شي او له ۱۳ څخه د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شي.

کاناډا د متحده ایالاتو ګاونډی هېواد دی چې په سهیلي امریکا کې موقعیت لري او د پراخوالي له مخې د نړۍ دویم هېواد بلل کېږي. کاناډا له افغانستان سره هم اړیکې لري او د ناټو په چوکاټ کې یې سرتېري جنګېږي.

د نووا سکوشیا ایالتي وزیر سټېفن مېک نیل په خپل بیان کې د برید پخلی کړی او دا یې د کاناډا د نووا سکوشیا ایالت په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ او متشدده پېښه بللې ده. نوموړی وایي چې دا لا څرګنده نه ده چې پېښې کوم ترهګریز برید ؤ او که جنایي پېښه وه. دوی په دغه ایالت کې د پېښې په هکله د پراخو پلټنو خبرداری ورکوي.

د ګبریل ورتمن په نوم د دغه بریدګر په هکله لومړني معلومات ښیي هغه کسان چې نوموړی وژلي دي، له ډېرو سره یې پېژندګلوي نه لرله.

د کاناډا په تاریخ کې د لوی تشدد پېښې وړاندې هم شوې دي چې بیا د حکومت لخوا قوانین نور هم سخت شوي دي. په دغه هېواد کې په ۱۹۸۹ ز کال کې یوه بردګر ۱۴ ښځې په ډزو وژلې وې، چې له هغې وروسته په کاناډا کې د وسلو ګرځولو تګلاره نوره هم سخته شوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.