The news is by your side.

څلورم افغان ډاکټر هم د کورنا له کبله شهید شو

خبریال ډاټ کام: څلورم افغان ډاکټر هم په کرونا ناروغۍ له اخته کیدو وروسته ومړ.

ډاکټر پویا عزیزي په جوزجان کې دنده لرله.

د هغه ملګري وايي چې نوموړی یو له تکړه ډاکټرانو څخه وو چې د کورنا پر ضد جګړه کې یې پراخي هڅي کولي.

ډاکټر عزیزي د شبرغان په مرکزي دولتي روغتون کې دنده لرله.

نوموړی څو ورځي دمخه په کرونا اخته شوه او دا چې  دغلته کافي امکانات نه ول نو سا یي ورکړه او شهید شو.

د رپوټونو له مخي کرونا په افغانستان کې په شدت پراخیږي.

تیره ورځ له سروبي ولسوالۍ څخه خبر تر لاسه شو چې دغلته د یوه کلي څلویښت کسان په کرونا له اخته کیدو وروسته مړه شوي دي.

له دغه ډاکټر دمخه د کابل د شینوزاده روغتون او له هغه دمخه د صحت طفل اندراګاندي روغتون یو ډاکټر په کرونا له اخته کیدو وروسته شهیدان شوي ول.

کرونا یوه داسي خطرناکه ناروغي ده چې د نړۍ زبرځواکي هیوادونه یي هم له ډوبولو سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان عامي روغتنیا وزیر له افغانانو غوښتي چې په کور پآتي شي او د یوه تباه کونکي بحران مخه ونیسي.

وزیر په بډایه افغانانو غږ کړی چې د غریبو خلکو لاس نیوی وکړي او د امکان تر حده ورسره مرسته وکړي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې نه یوازي دا چې خلک یي بي حده بي وزلي دي بلکې روغتیایي سیستم یي هم ډیر کمزوری دی.

دغلته په تخمیني ۳۵ ملیونه وګړو یوازي ۲۸۰ د مصنعوي سا دستګاوي وجود لري.

دغه دستګاوي چې ونتلیتور ورته ویل کیږي په شخصي او دولتي روغتونونو کې دي چې د کورنا کړکیچن ناروغان یي بي له موجودیته ژوند نه شي کولای.

د افغانستان ولسمشر له خپلو نږدي متحدینو د مرستي غوشتنه کړي لیکن تر اوسه ورته نه د هند او نه هم د چین او امریکې په ګډون ملکونو څخه د پآم وړ مرسته رسیدلي ده.

امریکا په خپله په کړکیچن حالت کې ده او یوازي د نیویارک په ایالت کې یې په زرهاوو کسان په کورنا له اخته کیدو مړه شوي او په لکونو نور  په دغه کوید نولس وایروس اخته شوي دي.

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance