The news is by your side.

د کرونا وبا بلخ له جدي ګواښ سره مخ کړی

 

خبریال ډاټ کام: د افغانستان بلخ ولایت کې د کورنا ضد جګړي لپاره یو لړ اړین وسایل له څو ورځو راهیسي تمام شوي.

دغه کمي  روانه جګړه تته کړي ده .

افغانستان پر داسي وخت د کورنا پر ضد جګړې ډګر ته دانګي چې د ملک دننه سیاسي ناکراري هم په ملیونونه افغانان سخت ځپلي او ستومانه کړي دي.

بلخ ولایت د عامې روغتیا چارواکو اوس وویل چې  د کوویډ۱۹ ناروغانو د تشخیص کېټونو خلاص شوي دي.

دغه کیټونو کې وینه کتل کیږي تر څو پکې د کرونا وایرس علایم وموندل شي.

د چارواکو  په وینا، د بلخ لابراتوار ته له تېرو دوو ورځو راهیسې له شمال او شمال ختیځو ولایتونو ۸۸ شکمنې پېښې ور رسېدلې، خو د تشخیصي کېټونو د نشت له کبله یې، پایلې نه دي ثابتې شوي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس خلیل‌الله حکمتي وویل، د کوویډ۱۹ ناروغۍ د تشخیص کېټونو د کمښت موضوع یې یوه اوونۍ وړاندې عامې روغتيا وزارت سره شریکه کړې، خو تراوسه مواد نه دي ور رسېدلي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مسوولان هم د کورونا ویروس د تشخیص کېټونو د خلاصېدو یو لامل، د یو شمېر زورواکو، والیانو او قومندانانو زور ازمایل بولي او وايي، دغه کسان د کرونا تشخیص نه د «موډ» په توګه کار اخلي او د کرونا تشخیص لپاره د دغه وزارت پر کارکوونکيو فشار راوړي.

په همدې حال کې د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ تشخیص لابراتوار وضعیت نه اندېښنه ښيي.

د هغوی په وینا، ټولې هغه ستونزې چې دغه لابراتوار کې شته، د تشخیص کېټونو نشتوالی ستر ناورین دی.

په ورته مهال کې د بلخ د عامې روغتیا ریاست د خریدارۍ لېستونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښيي چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لپاره یو ساده چپرکټ په ۳۲ زره افغانۍ، د ناروغ یوه توشکه په ۴۵۰۰ افغانۍ، یو بالښت په ۸۰۰ افغانۍ، د چای څښلو یو ترموز په ۵ زره افغانۍ او یو ټلویزیون هم په ۲۰ زره افغانۍ اخیستل شوی دی.

د بلخ د عامې روغتیا رییس خلیل الله حکمتي دغه نوملړ تاییدوي او وايي، دغه توکي د بلخ د عامې روغتیا رییس په توګه د هغه له حضور وړاندې چمتو شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان خبرداری ورکوي چې کورونا ویروس ټولنه کې خپور شوی او له خلکو غواړي چې له تګ راتګ نه ډډه وکړي او خپلو کورونو کې پاتې شي.

دا داسې مهال دی چې هېواد کې تراوسه ۹۹۶ کسان په کورونا ویروس اخته شوي او یوازې ۱۶ کسان تېرو ۲۴ ساعتونو کې بلخ ولایت کې په دغه ویروس اخته شوي او د دغو شمېرو په ثبت سره، دغه ولایت کې د مثبتو پېښو شمېر ۵۵ ته رسېږي چې له دې ډلې ۵ یې مړه شوي ۳ يې روغ شوي دي.

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance